Your add here

د متحد ملت ګوند اعلامیه

د افغانستان متحد ملت ګوند په بلخ ولایت کې د شمشاد نړیوال راډیو تلویزیون د نشراتي دستګاه او نورو الکترونکي توکیو د سوزولو پیښه په کلکه غندي

د افغانستان متحد ملت ګوند په بلخ ولایت کې د شمشاد نړیوال راډیو تلویزیون د نشراتي دستګاه او نور الکترونکيتوکیو دسوزولو پیښه په کلکه غندي . 

د افغانستان متحد ملت ګوند په دې باور دی، چې دا ډول چارې د هغه کسانو له لورې تر سره کیږي، چې د افغانستان دولسونو ملي یوالي نه شي زغملی او قومي، سمتي، ژبنیو او مذهبي تاو تریخوالو ته لمن وهي او نه پریږدي، چې د افغانستان خلک په یو موټی توګه د هېواد له ګټو څخه ساتنه وکړي . 

د شمشاد نړیوال راډیو تلویزیون په هېواد کې له مخکښو او هغو رسنیو څخه ده، چې په میلونونو لیدونکي او اوریدونکي لري او د هېواد رسینو په ډله کې حساب پرې کېدلی شي . 

شمشاد تلویزیون په تېرو څو کلونو کې  د افغانستان له ګټو ولسي ښیګړو، ملي یوالي، هېوادوالو د بیدارۍ، قومي او سمتي تاو تریخوالو سره د مبارزې، ښونې او روزنې د عامولو له پاره کار کړی دی او په دې لاره کې یې لوړ زحمتونه ګاللي دي. 

مونږ باور لرو، چې شمشاد تلویزیون په هېواد کې له هغه منلو رسنیو څخه ده، چې ولسونه باور پرې لري او د هېواد، سیمې او نړۍ د حالاتو په اړه يې هېوادوالو ته مالومات وړاندې کړي . 

نو له دې امله د افغانستان متحد ملت ګوند په بلخ ولایت کې  د ولس دښمنه کسانو له لورې د دغه تلویزیون د دستګاه سوزول، په کلکه غندي او له ځایي چارواکو، په هرات ولایت  کې له قومي مشرانو، مدني فعالانو او د دې ولایت له امنیتي اورګانونو غواړو، چې د پیښې عاملین پیدا  او د قانون منګولو ته وسپاري. 

زمونږ د ملي رسنیو، چې نړیوال باور لري پر وړاندې دا ډول چارې دولس پر ضد او د بیان د ازادۍ پر وړاندې سخته جګړه ده، چې سر له اوس څخه ورته باید د پای ټکی کېښودل شي . 

د بیا ن ازادي او د رسنیو وده په افغانستان کې د دیارلس کالو ستره لاس ته راوړنه ده او باید پرې نښودل شي، چې یو شمیر خلک د خپلو شخصي ګټو لپاره دغه ستره لاس ته راوړنه له ګواښ سره مخ کړي . 

 

د افغانستان  متحد ملت ګوند 

 
نوي موضوعات :