Your add here

د ملی وحدت حکومت د هیوادوالو د رایو پر بنسټ ندی رامینځ ته شوی

د ملی وحدت حکومت د هیوادولو د رایو پر بنسټ ندی رامینځ ته شوی
د افغانستان  متحد ملت ګوند د ولسمشری نوماندانوترمینځ ترسره شوی هوکړه لیک دهیوادنیو ګټو او د دیموکراسی د اصولو خلاف عمل ګڼي په دیموکراتیکو ټولنو کي دولتونه او حکومتونه د اکثریتو خلکو د ارادی  پر بنسټ د ټول ټاکنو په ذریعه رامینځته  کیږی د افغانستان د اساسی قانون او د ټاکنو د قانون له مخی  ولسمشر چی د دری ګونو قوؤ په راس کی شتون لری د خلګو د رایو په اساس  ټاکل کیږی. د ټاکنو د پایلو تر اعلان وړاندي  د وزارتونو، ولایتونو، سفارتونو، مستقلو ریاستونو، لویو او وړو دولتی پوستونو ویشل  د امریکا د بهرینو چارو وزیر جان کیری په منځ ګړیتوب  دامریکی په سفارت او انټر کانټینیټل  هوټل کی  دغونډو پر بنسټ  دملی وحدت تر نامه لاندی  دڅوکسانو ترمینځ  ددولتی څوکیو ویشل  چی په اصل  کي  ائیتلافی اوسهامی حکومت دی  دافغانانو غوښتنی نشي پوره کولای  ګوند پدي باور دی  چی دغه ډول حکومتونه چی د خلګو دارادی پر خلاف رامینځته شوی وی تر ډیره به دوام ونکړي .
د لاسلیک شوی هوکړه لیک پربنسټ  چی  دانګلیسی  ژبی  ژباړه یی په څلوروپاڼو کي لیکل شوی  دملی وحدت حکومت جوړښت چی ددواړو نوماندانو ترمنیځ لاسلیک شوی پرپينځو برخو ټینګار پکي شوی لمړی : د اجرائیوی صدر اعظم  دپسټ دایجادولو لپاره دلوی جرګي راغوښتل اود اساسی قانون تعدیل  . ددی پریکړي صلاحیت  دلوی جرګی دغړو سره دی نه دنوماندانو سره او داساسی قانون تر تعدیل وړاندي هر ډول ژمنه دهیواد په زیان اوداساسی  قانون خلاف دی  دویم د: داجرائیوی ریاست پوسټ  چی دلسمشر په فرمان رامینځ ته کیږی او صلاحیتونه یی دولسمشر دصلاحیتونو سره ورته دی چی داخپله په حکومتی چاروکي دلانجو اوستونزو دجوړیدو لامل کیدای شی  دقانون تر تعدیل وړاندي په اساسی قانون کي دولسمشردتسجیل شویو واکونو ویشل غیر قانونی  اوداساسی قانون دحکمونو سره په ټکر کی دی . دریم : ددولتی لوړ رتبه چارواکو تعینات چی په هوکړه لیک کی دولسمشر او اجرایه شورا درئیس تر مینځ په مساویانه توګه ویشل شویدی څلورم : ددویم ګټونکی (بایلونکی ) ټیم لپاره ددولتی  اپوزیسیون (رهبري )پسټ ایجادول  چی واکونه  یی دولسمشر دفرمان  پر بنسټ  ټاکل کیږی  پینځم  ټاکنیز اصلاحات  ددی مادی  پر اساس  به دټاکنو په کمیسون کی بسټیز بدلونونه رامینځ ته شی   پداسی حال کی چی دټاکنو دقانون  په اساس  دټاکنو اودشکایتونو دکمسیون مشران  دپینځو کلونو لپاره ټاکل شویدی  اودقانونی سرغړونو پرته یی  لری کول غیر قانونی  کړنه ده . دافغانستان متحد ملت ګوند ددواړو لوریو ترمینځ د دملی وحدت حکومت هوکړه لیک دملت  پر رایو ملنډی وهل  ګڼي  اوددغه ډول  حکومت  جوړول ددیموکراسی  وژل بولی  .

نوي موضوعات :