Your add here

د افغانستان متحد ملت ګوند د ډاکتر عبدالله عبدالله د نننیو څرګندونوستاینه کوی

د ملی وحدت حکومت د هیوادولو د رایو پر بنسټ ندی رامینځ ته شوی
دافغانستان متحد ملت ګوند مشرتابه شورا دلوی جرګی په تالار کي دډاکټر عبدالله عبدالله دپنج شنبی دورځي دهغه وینا ننګه اوستاینه کوی چی نوموړی  ولسمشر اشرف غنی احمدزی ته دبریامبارکی وړاندی کړه اودګډکارکولوپه اړه یی وویل  دا تشویش باید خلکو سره نه وي چې اوس دوه ټیمونه سره یوځای شوي او افغانستان سره ویشي موږ د افغانستان د وحدت لپاره سره یوځای شوي یو اوس به یو ټیم وي او د ملي یووالي ټيم به هیوادلوته ژمن  وي زه پوره باورلرم چې دواړه ټیمونه به په ډېرښه نیت انشالله د افغانستان خلکو ته د خدمت په خاطر ډېر ښه همکاران و واوسیږی .ګوند له دواړو لورو  نه غواړي چې په خپلو ژمنو ولاړ و اوسي اود امنیت، سراسري سولی، د قانون حاکمیت، له فساد سره مبارزه، بشراو د ښځو حقونو ته درناوی، له دیني ارزښتونوساتنه او له نړېوالې ټولنې سره د اړیکود ښه والی لپاره دمسلک ،تخصص ،صداقت ،اوملی ګټو په پام کي نیولو سره وړ کسان په دندو وګماری تر څو دهیواد دپرمختګ  او دعامو خلګو په ژوندانه کي دمثبت بدلون  لامل وګرځي  . دمتحد ملت ګوند عالی اورهبری شورا پرخپل مخکنی دريځ په ټینګار سره چي دهیودوالو رایي  باید په بشپړه توګه په پام کي نیولي شويواي  اودتخنیکی پروسی پربنسټ پایلی اعلان شوی وای  مګر ګوند په اوسنیو شرایطوکی  دافغانانوترمینځ  یوالی   او ملی یوالی لپاره هڅه اوهاند کول اړین ګڼي .

نوي موضوعات :