Your add here

د ولسمشر د لوړې په اړه د افغانستان متحد ګوند اعلامیه

 
د افغانستان متحد ملت ګوند ټولو هېوادوالو ته د هېواد د سیاسي واک د سوله ایز لېږد  او زمونږ د ملي ګټو د ساتلو او دوام  لپاره  د ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي  دلوړې له امله مبارکي وایي .
ګوند د خپل پخواني دریځ له مخې  د ټاکنو په بهیر کې له قانون خلاف د ټولو کړنو مخالفت کوي.
متحد ملت ګوند هیله لري، چې نوی ولسمشر  خپلو هغو ټولو خبرو او څرګندونو ته د عمل جامه واغوندي، چې د لوړې د مراسمو پر مهال يې د خپلې تګلارې په خلاصه کې وکړې .
مونږ غواړو، چې د سیاسیونو د خبرو او عمل تر منځ توپير نه وي او له ولس سره ټولې ژمنې پوره کړي .
متحد ملت ګوند د پخواني ولسمشر حامد کرزي  د دغه تاریخي ګام  ستاینه کوي ، چې  سیاسي واک يې په سوله ایز ډول نوي ولسمشر ته وسپاره  او له هغه څخه یې د هېواد د لا ښیرازۍ او پرمختګ غوښتنه وکړه .
متحد ملت ګوند د دواړو سیاسي ډلو څخه غواړي، چې د ملي یوالي  حکومت  د خلکو له غوښتنو سره سم پر مخ یوسي.
مونږ په افغانستان کې د ملي یوالي، سوکالۍ، پرمختګونو، زده کړو او قانون د تطبیق په برخه کې د هر ې چارې ملاتړ  او ننګه کوو.
د افغانستان متحد ملت ګوند

نوي موضوعات :