Your add here

په پکتيکا ولايت کي دنني خونړي بريد په اړه دافغانستان متحد ملت ګوند اعلامیه

پکتیکا

د افغانستان متحد ملت ګوند د پکتيکا ولايت په يحي خيل ولسوالی کي خونړي بريد چي د واليبال لوبي په جوړ شوي ټورنمنټ کي ترسره شو اوله کبله يی د لومړنيو معلوماتو له مخي  د بيلابيلو ولسواليو کابو ۵۰ پينځوس تنه اوسيدونکي او د لوبي عام مينوال په شهادت رسيدلي او په لسګونو تنه ټپيان شوي په کلکه غندي او دا ډول د انسانی ،بشري او اسلامی قوانينو خلاف عمل دانسانيت ، بشريت  اسلامی ارشاداتو ضد کړنه ددين او هيواد ددشمنانو کار ګڼي دافغانستان متحد ملت ګوند په پکتيکا ولايت کي پرخپلو ګوندي غړو او مينوالو ږغ کوي چي په بيړه د ټپيانو په درملنه کي د وينو په ورکړي سره د دوي مرسته وکړي ګوند باور لري چي د هيواد  د عامو او بي ګناه افغانانو دښمنان  به په دغه ډول کرغيړنو اعمالو سره هيڅ کله هم ونه توانيږي چي خپلو شومو موخو ته ځان ورسوی او د افغانانو د سخت غبرګون سره به مخ شی ګوند پر دولت ږغ کي چي د پيښي د لاملينو په پيژنده او جزا ورکولو کي  جدي اقدامات وکړي  د افغانستان متحد ملت ګوند مشرتابه شورا  شهيدانو ته د الله له درباره د فردوس جنت او ټپيانو ته دعاجلي شفا غوښتنه کوي .

 
نوي موضوعات :