Your add here

دپکتیکا ولایتی دفتر پرانستل شو

 

دافغانستان متحد ملت ګوند مشرتابه شورا په غزني ولایت کي دګوند ولایتي دفتر تر پرانستي ورورسته پرون دجمعي ورځ مرکز ښرنه کي دیوي پرتمیني غونډي په جوړیدو سره دپکتیکآ ولایتي دفتر دپټی په پری کولوسره پرانست .دګوند مشر اوپه ولسی جرګه کي دخلکو استازی ښاغلي عبدالرحیم ایوبي دپکتیکا قومي مشرانو، ځوانانو ، ښځینه فعالانو ، دفرهنګي او مدني ټولنو استازو ، دولتي چارواکو او په ټول کي د پکتیکا میشتو ولسونو ته دخپلي وینا په ترڅ کي وویل راځي دتیرو دریو لسیزو جګړو لاملینو ته په کتو سره او دتیرو ورور وژنو او ناخوالو څخه عبرت واخلو . ملي وحدت تحکیم کړو او دهیواد دښیرازی ، تعلیم ،بیارغوني او ... په برخو کي په پخپل ګډون اونه ستړي کیدونکو هاندونو سره ملي ګټوته تر شخصي ګټو ترجیح ورکړو او په یوویشتمه پيړی کي دنړی دنورو هیوادونو سره سالم رقابت ترسره کړو  ایوبی په دولتي ادارو کي د فساد دشومی پدیدی په یادولو سره دخلکو وغوښتل چي دفاسدو کسانو په وړاندي دمدني حرکتو اوپه رسنیو کي دخپل ږغ په اوچتو سره دافغانستان متحد ملت ګوند دپکتیکا ولایتي دفتر او په ټول کي دګوند سره په همږغی خپلو مبارزوته دوام ورکړي نوموړي ژمنه وکړه چي ګوند به دپکتیکا د ولسونو دحقوقو څخه ددفاع په خاطر په خپل ټول توان سره دظالمانو په وړاندي ودریږي خو پدي چارو کي د خلکو مرستي او لاسنوی ته ضرورت لري . دغه راز دګوند مرستیال او لسګونو ویناوالو د ملي یوالي ، ګوندي موخو ، هیوادنیو ګټو او په سیاسی چارو کي د ولسی ونډو د ارزښتونو په هکله خپل نظریات وړاندي کړل . پکتیکا میشتو ولسونو ګوندي پلاوي ته د بګړویو په سرولو او وړاندي کولو سره د ګوند څخه له خپله اړخه هر اړخیز ملاتړ په ډاګه کړ . ګوندي پلاوي دغونډي تر پایته رسیدو وروسته دپکتیکا ولایتي دفتر دپټی په پري کولو سره پرانستل شو .  

 
نوي موضوعات :