Your add here

ملي وحدت حکومت په خپلو چارو کي پاته راغلی

دافغانستان متحد ملت ګوند د بلخ ولایت پر استیناف څارنوالی ډلیز وسلوال برید چي له کبله يي څه باندي شلو تنو هیواد والو ته مرګ ژوبله واوښته او دبدخشان ولایت په جرم ولسوالی کي دملي اردو پر امنیتی پوستو بریدونه چي له امله يي دهیواد کابو څلويښت تنه ساتونکي شهیدان شول په کلکو ټکو غندي . دافغانستان متحد ملت ګوند ددښمن له لوري دا ډول بریدونه او د اردو له سرتیرو حلال ول د اسلامي احکامو، بشري قوانینو  او نړیوالو جنګي اصولو خلاف کړنه ګڼي او غندنه يي کوي . ګوند په هیواد کي دوروستیو نا امنیو په اړه دا ندیښیني په څرګندولو سره  دملي وحدت حکومت  پر مشرانو ږغ کوي چي دڅوکی دویش پرسر دجګړي پرځای دهیواد امنیتی حالاتو ته چي ورځ تر بلي دخرابیدو په حالت کي دي جدي پاملرنه وکړي  .  دګوند مشرتابه شورا  وروستي  نا امنی  اود وسلوال بریدونه  ډيریدل  دهیواد دامنیتی ځواکونو کمزوري ګڼي او دهیواد دپارلمان څخه غوښتنه کوي چي په تړاو يي دملي امنیت  رئیس ، د کورنیو چارو وزیر  او دملي دفاع وزارت دسرپرست په ګډون  دولسمشر  دملي امنیت سلاکار  دځواب ویلو په موخه پارلمان ته را  وغوښتل شي او دمقنع ځواب  دنه وړاندي کولو په صورت کي دی له دندي ګوښه کړای شی   مشرتابه  شورا  دالله  له درباره  قربانیانو ته  دجنت ټپیانو ته د عاجلي روغتیا او پاته شونو ته دجمیل صبر غوښتنه کوي  .

 
نوي موضوعات :