Your add here

د ګوند د کابل سیمه ییز دفتر پرانستل شو

د ګوند د کابل سیمه ییز دفتر پرانستل شو

 د افغانستان متحد ملت ګوند احمدشاه بابا مینی سیمه ییز دفتر نن د یوی ستری غونډی تر لمانځلو وروسته د پټۍ په پری کولو سره پرانستل شو. یاده غونډه چې د احمدشاه بابا پارک کی د کابو پنځو زرو کسانو په ګډون چی پکی د لوی پکتیا، خوست، احمدشاه بابا مینی میشتو ولسونو او بیلا بیلو ټبرونو د مشرانو او مخورو تر خوا پکی د مدنی ټولنو استازو ورزشکارانو، اجتماعی ټولنو ښځینه فعالانو زرګونو ځوانانو ګډون درلود. په غونډه کی د ګوند د مرستیال ښاعلی بشارت د ښځو چارو کمیټی مشری میرمن فرزانه فرهمند او لسګونو قومی مخورو تر خبرو وروسته د افغانستان متحد ملت ګوند رهبر او په ولسی جرګه کی د خلکو استازی ښاعلی عبدالرحیم ایوبی د خپلی هر اړخیزی وینا په ترڅ کی د افغان دری ګونو امنیتی ځواکونو څخه د افغانستان متحد ملت ګوند د کلکی او هر اړخیز ملاتړ د ښودلو تر څنګ یاد ځواکونه د هیواد ساتونکی وبلل او ددوی د رښتینو دندو د تر سره کولو او کړنو ستاینه يی وکړه ایوبی پر افغانانو غږ وکړ چی د ملی یوالی په برخه خپلی چاری ګړندی کړي او د هیواد دښمنانو په وړاندی خپلی مبارزی ته دوام ورکړي نوموړي زیاته کړه نور افغانان د دښمنانو په دسیسو پوه شوی او د هر هغه چا په وړاندی به په متحده توګه ودریږی چی دمذهب ، قوم ،سیمی او داسی  داسی نورو نومونو د افغانانو د ویشلو هڅی کوي ایوبی ګواښ وکړ او د یوالی دښمنانو ته يی دا جوته کړه چی د هری ورانکاری هڅی د تر سره کولو په صورت کی به غاښ ماتونکی ځواب ووینی ، د غونډی تر پایته رسیدو وروسته د ګوند مشر د احمدشاه بابا مینی سیمه ییز دفتر د پټۍ په پری کولو سره پرانست 

 
نوي موضوعات :