Your add here

!د ۱۹ یرغملو په اړه

د ۱۹ یرغملو په اړه

د افغانستان متحد ملت ګوند په زابل ولایت کی د ۳۱ یرغمل شویو سپرلیو له ډلی څخه د ۱۹ تنو د خوشی کیدو له کبله چې د راپورونو پر بنسټ اوسمهال د غزنی ولایت د جاغوری په ولسوالی کی دي د خوښۍ په څرګندولو سره د یرغملو کورنیو او د دوی دوستانو مبارکی وړاندی کوي او د ټولو هغو هڅو ستاینه کوي چی د دوی د بی شرطه خوشی کیدو لامل ګرځیدلی دي.

ګوند د ملي وحدت له حکومته غواړي چې د هیوادوالو او عامه وګړو د ژوند ژغورنی چارو ته جدي پاملرنه وکړي او د جګړی د ښکیلو غاړو څخه غوښتنه کوي چی د ولسي وګړو ژوند او مال ته د زیان اړونی څخه ډډه وکړي د ګوند مشرتابه شورا هیله لري چی پاتې کسان هم خوشی شي او په دی برخه کې هڅی او هاند د هر افغان دینی او بشری وجیبه ګڼي.

 
نوي موضوعات :