Your add here

د(ISI) او (NDS) ترمنځ هوکړه لیک په اړه د ګوند دریځ !

 د(ISI) او (NDS) ترمنځ هوکړه لیک په اړه د ګوند دریځ !

د ملی وحدت حکومت د ملی امنیت ریاست او د پاکستان استخبارتی اداری تر منځ د هیواد اوسنیو اظطراری حالاتو ته په پام سره چي په ډاګیزه توګه د آی ایس آی د مستقیمو لارښودنو پر بنسټ په افغانستان کي د طالب او داعش تر نامه لاندی پروژوی نیابتی جګړه دوام لري د هیوادنیو ملی ګټو خلاف او د دښمن لیکو ته د قوت بخښلو په معنی دی . د استخباراتی اطلاعاتو د ادلون بدلون هوکړه لیک چی ګمان کیږی د ولسمشر غنی له لوري د سولی د ورک شوی کلۍ موندنه ګڼل کیږی د هیواد او افغانانو پر تاریخی دښمن بی بنسټه باور دی چي افغانان يي نور دزغملو جوګه ندي . که څه هم افغانان دداسی یوحکومت څخه چي داساسی قانون دحکمونو او دیموکراتیکو اصولو خلاف د دؤ رقیبو ډلو ترمنځ دسیاسی قدرت د ویش پر بنسټ رامنځته شوی او دقانونی مشروعیت څخه برخمن ندی هیواد او افغانانو ته د سولی دتأ مین هیله چی دعدالت داجرا له لاری ددولت دټولنیز مفهوم په توګه وړاندی کیږی نلری . افغانان د داسی یوحکومت څخه چي پخپله خپل منشور ، ژمنو او قانون ته احترام او پلي کولو ته يي ژمنتیا نلري څه هیله درلودلای شي ؟ دحکومت له لوري دپاکستان داستخباراتی اداری سره ددوستی بی بنسټه هڅي په ډاګیزه توګه دهغو میلونونو افغانانو شهادت ، معیوبیت او دګران هیواد ورانیدل چي دهمدغه دښمن په لارښودنه دبیلابیلو کړیو په ذریعه ترسره شول هیر ه ول او یادو ورانیو او وژنو ته د دوام ورکولو په معنی دی . دهندوستان سره دپخواني ولسمشر حامد کرزی دنژدی اړیکو پالنه چي دغه سیاست دعامه افغانانو دغوښتنی پر اساس نه وؤ رامنځ ته شوی دپآکستان او هندوستان دپخواني دښمني او او یو دبل څخه دغچ اخستلو له کبله افغانستان ته دانساني قربانیواو مالی زیانونو د اړولو ترخوا په دومره سترقیمت پالل کیدل چي په نړی کي يي بیلګه نه ترسترګو کیږي په تیرو ۱۳ کلنو کي په ټولیزه توګه افغانان د پاکستان استخباراتی شبکي (آي ایس آی ) له لوری یواځي او يواځي پدي ګناه وژل شوی چي افغان حکومت ولی دهندوستان سره نژدی اړیکي لرل د ولسمشر کرزی ددي سیاست په خاطر داستاد برهاالدین ربانی ، حاجی عبدالحق ، احمد ولی خان کرزی ، هشمت خلیل کرزی ، جان محمد خان ، جنرال داود او په سلګونه نور جهادی قومندانان جنرالان او امنیتی سرتیرو د شهادت او دملی امنیت دپخوانی رئیس اسدالله خالد دسخت زخمی کیدلو ترڅنګ . تر (۱۰۰) زرو زیاتو افغان امنتی سرتیري په شهادت رسیدلي . ددی ټولو قربانیو ورکولو وروسته دګران هیواد او افغانانو پر قسم خوړلي دښمن چي دتیرو دریو لسیزو را پدیخوا په ښکاره توګه دافغانان دوژني لپاره جنګیالي روزي اودی خاوری ته یی دافغانانو دوژلو په خاطر رالیږي ، په ډیر افتخار سره دافغانستان دتیر اردو دله منځه وړلو مسؤلیت په غاړه اخلي او دپاکستان لپاره دافغانستان ورانول یو ستر خدمت ګڼي ، دافغان حکومت پر وړاندي د خپلو روزل شویو ملایانو او سیاسیونو په خوله دجهاد فتوا ورکوي دداسی یوی پرکړي ترسره کول چي ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله دملی وحدت حکومت دصلاحیت لرونکو اشخاصو په توګه ترسره کوي په لوی لاس دهیواد ورانولو لړی ته دمټو رابډ وهل ندي ؟ بنآ دملی امنیت درئیس رحمت الله نبیل څرګندونی دافغان حکومت دترسره کړی تیروتنی په وړاندی دسمون لمړنی ګام دی او زموږ په باور دعمل په ډګرکي دیاد هوکړه لیک پلي کیدل دملي امنیت په اداره کي دآی آیس آی دنفوذ لپاره دلاری پرانستل او دښمن ته د استخباراتی اسرارو په ډاګه کول دی .

نوي موضوعات :