Your add here

!پر ملی شورا برید پرملت برید دی


دملی شورا پر ودانی ددولت دوسلوالو مخالفینو له لوری ډلیز ترهګر او ځانوژنکي بریدونه دافغانستان دڅه باندي دیرش میلونی ملت پر ارادی او ددولت پرمقننه قوه  برید یوځل بیا د دافغانانو په وړاندي دمکاره او قسم خوړلی دښمن د کرغیړني ارادی او دتنفر څخه ډکه څيره وښودله چي  له نیکه مرغه ځانی تلفات یی نه درلود او دمالی ورانویو بدله غیرتی افغان سرتیری عیسی خان تری واخست موږ دتیر په څير دافغان امنیتی ځواکونو دسرښيندنی دستایلو او دګران هیواد څخه ددفاع په لاره کي د خپلو زړورو سرتیرو دشجاعانه کړنو ترخوا د تیری ورځي دبریدګرو په وړاندي دامنیتی سرتیری دنوښت او شجاعت څخه ډګ دهغه چټک غبرګون ستاینه کوؤ چي له کبله یی  دهیواد دښمنانو له جملی څخه ۶ تنه دګوتو په شمیر شیبو کي په خپلو وینو ولمبول او دښمن ته يي دا جوته کړه چي ددوی هر کرغیړن عمل ته به غاښ ماتونکی ځواب وویل شی  .دافغانستان متحد ملت ګوند دګران هیواد ددفاع او دترهګرو په وړاندی دجنګیدونکو دری ګونو افغان امنیتی ځواکونو  ستاینه کوی او ددوی  ددی رښتنی کړنو څخه خپل غوڅ ملاتړ په ډاګه کوي .

نوي موضوعات :