Your add here

د بی هویته ملت هیواد د جنت لار ده !


د بريښنایی تذکرو او دنفوسو داحوالودثبتولو لانجمنده مسوده چی په بریښنایی تذکرو کي دجعل دمخنوی په موخه د۱۳۹۲ لمریز کال په وري میاشت کي دعدلیی وزارت له لوری په ۷ څپرکو او ۳۹ مادو کي ولسی جرګي ته وړاندي شوی ؤ دځینوجنجالی مادو په بدلون او زیاتونو سره ترکابو دوه کلن ځنډ وروسته دملی شورا له لوری تصویب او دپخوانی حکومت د ولسمشر له لوري تر ردیدو وروسته د دویم ځل لپاره د۹۲ لمریز کال د جدی په میاشت کي دملي شورا دتشکیل شوی ګډپلاوی د (۱۰۶) ګڼي پریکړي پربنسټ بیاځلي تصویب شو چي دی چاري داساسی قانون د(۹۴)مادی دحکم پربنسټ دګډ حکومت ولسمشر ددی قانون توشیح ته اړ کړ او په پایله کي دعدليي وزارت له لوري د (۵۳۷۹) ګڼي رسمی جریده کي چاپ شو چی دهمدی قانون په نه دیرشمه ماده کي يي تر توشیح وروسته دانفاذ حالت وړاندی شوی . اوس بنسټیزه پوښتنه داده چي دبرښنايي تذکرو دقانونی او تخنیکي بهیر تر بشپړتیا وروسته پداسی حال کي چي دښه دولتداری ،ټولنیزو خدمتونو ،اړیکو او اطلاعاتو ته دلاسرسی ،دټولنیز ژوندانه ، اداري چارو ، د ټاکڼو دبهیر پر روڼتیا او د هیواد دنفوسو دکره شمیر دجوتولو په برخو کي ورته داړتیا لیدلو ترخوا دبایمیتریک سیستم په درلودلو سره په ډیر دقت سره دعامه افغانی وګړو اوهغو ډار اچونکو تروریستانو دهویت د تفکیک ځانګړتیالري چي افغانستان دجنت لار ګڼي او دځان په انتحار اوبی ګناه افغانانو په وژلو سره غواړی ددی هیوادڅخه جنت ته لاړ شی ولي دګډحکومت مشران تر څو څو ځلو ژمنو ورسته چي ددوی په وینا داداري فساد په له مینځه وړلو اود ټاکنو دشفافیت په برخه کي ځانګړي رول لوبولای شي دعملي ویش لړی یی نه پیلیږي ؟ داکوم ناڅرګند لامل دی چي دهغو بریښنایی تذکرو دویش دلړي په وړاندي خنډ ګرځيدلی چي په نړی کي دیواځنی بی هویت (افغان ) ملت دملي او نړیوال هویت تثبیتونکی دی او په زیرمه کي یی دهر وګړي دپیژندنی په هکله دپینځه دیرش ډول معلوماتو دتسجیل تر خوا دموټر چلوولو دلیسانس د وسایطو دثبت ، درایی ورکوني کارت ، د بریښنایی لاسلیک کار اخستنی ،دروغتیایی ،اجتماعی ،مالیاتی سیستومونو په کنترول او مدیریت کي دولت او ملت ته دلوړ و ټولیزو مصروفونو په مخنوی کي بی شمیره مالي ګټي رسوی ، آسانتیا برابروي او دبریښنايي دولتداری پدیده په نړیواله کچه عامه وګړو او دولتی کارمندانو ته دخدماتو په رسولو او تجارتي راکړو ورکړو کي دکړني په ډګر کي پلي کیږي چي جوتي بیلګی يي دجنوبی کوریا او استونیا هیوادونه دی . دي ټولوچارو ته په کتو سره داپه داګه کیږي چي دسیمي او نړی استخباراتی کړی او هغه هیوادونه چي دتیرو څو لسیزو راپدیخوايي په بیلابیلو نومونو دیوشمیر داخلی جواسیسو په مرسته او ملاتړ او ځینو مزدورو کړیو په ګډون دافغانی او داخلي جګړي په نامه دنورو نړیوالو تروریستانو په ذریعه نیابتی جګړه کوی او په جدی توګه هڅه کوي چي دافغانی په نامه دخپلو جنګیدونو دهویت دپټ ساتنی او په آسانه توګه جګړی ته ددوام په خاطر دبریښنایی تذکیرو دویشلو مخنیوی وکړی له بله اړخه دبریښنایی تذکرو دویشلو دلړی په پیلیدو سره به دځینو سیاسی ،اقتصادی ،قومی ، سمیزو اومذهبی مافیایی کړیو او سیاسی اختطافګرو دچل او فریب څخه ډکي څيري بربنډي شي چي کلونه کلونه يي دجعلي تذکرو په استفادی ځانونه دمیلونونو نفوسو درلودنکی مشران معرفی کړي ،دجعلی کارتونو په استعمال سره یی دټاکنو په بهیر کي ګډون کړی اوپه همدي نامه يي په دولتي څوکیوکي ونډه ترلاسه کړي نوځکه دبریښنایی تذکرو دویشلو په وړاندي دخپلو شخصی ګټو دخوندیتوب په خاطر خنډونه جوړه وي .
دافغانستان متحد ملت ګوند دګډحکومت پرچارواکوږغ کوي چي دټاکنو پر بهیر دنړیوالو او افغانانو دبیا ځلي باور موندني او د راروانو پارلماني ټاکنو دنیټی تر ټاکلو وړاندي دبریښنایی تذکرو د ویشلو لړی پیل کړي پرته لدي به را روانی پالماني ټاکني ددرغليو اوناندریو څخه خالي نه وی چی دا د ملي پروسی ، ددیموکراسی او ټاکنو بهیر اوپر دولت دخلګو باورنوته زیان رسونکي چاري دافغانستان متحد ملت ګوند ته دمنلو ندي او دنه پاملرني په صورت کي به غبرګون وښيی .

نوي موضوعات :