Your add here

د ملي امنیت د مشر رحمت الله نبیل د استعفاء په اړه د ګوند غبرګون !

nabil

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د افغانستان متحد ملت ګوند په تیرو پینځو کلونو کي د هیواد د ملي امنیت د عمومی ریاست له لوري د سیمي او نړی د استخبارتي کړیو د غیر انسانی او بشری هیواد  ضد  دسیسو او د افغانانو د ژوند ژغورني او ملی منافعو څخه د دفاع په چارو کي د نافذه قوانینو په بشپړ رعایتولو سره د هیواد د صادق او مدبر مسلکی کدر   رحمت الله  نبیل تر ریاست او مشرتوب لاندی د هیواد اوسیمی په کچه د تروریستانو د حملو شنډول  او وران کارو عملونو څخه مخنیوی د ستاینی او درنښت وړ ګڼي او د ښاغلي نبیل استعفاء د ګاونډي هیواد او یوشمیر استخباراتی کړیو له لوري پر ګډ حکومت د فشارونو له امله بولی. کوم چي ښاغلي نبیل هم د خپل استعفاء لیک په متن کي د ارګ میشتو مشرانو او په ځانګړي توګه د اشرف غنی د شفاهی غوښتنو، د چارو د محدویت او استخباراتی برخو کي د لاسوهنو څخه یادونه کړي او خپل د استعفاء لامل  یی د حکومتی مشرانو فشار په ګوته کړی. د افغانستان متحد ملت ګوند د پارلمان د دواړو خونو، سیاسی ګوندونو، اجتماعی بنسټونو مدنی فعالانو او د هیواد د رسنیو له کورنی څخه غوښتنه کوي  چي د ښاغلي نبیل د تیر یوه نیمی لسیزی خدمتونو په پام کي نیولو سره او د ګډ حکومت د غیر قانونی کړنو په پایله کي د رحمت الله نبیل د استعفاء موضوع وڅيړي او د حکومت د ناقانونه عملونو مخنیوی دی وکړي.
د ګوند مشرتابه شورا د ګډ حکومت پر دواړو مشرانو ږغ کوي چي د ښاغلي نبیل  د استفاء منل به د دښمن هغو نامشروع غوښتنو ته د تسلیمی په معنی وی کوم چي  د دی حکومت د پایته رسیدلو په قیمت به تمام شی او د هیواد په یوه حیاتی ارګان کي به د دښمن نفوس، تروریستی حملو او د هیواد ورانولو ته لاری هواری کړي  .
ګوند د ګډ حکومت څخه غواړي چي د هیواد د دښمنانو د پټو توطیو په مقابل کي د بیړني او احساساتی ګامونو د اوچتولو پرځای د ملی ارزښت لرونکو او ټولګټو چارو په هکله دی له تدبیر او قانوني لارو چارو څخه په ګټي اخستنی د نړیوالو او ګاونډیو هیوادونو سره د متقابل احترام، او د یو او بل په کورنیو چاروکی د نه لاس وهنی پر بنسټ کړنه تر سره کړي او د ښاغلی رحمت الله نبیل د استفاء په نه منلو سره دی د دښمنانو غیر اصولی او د ملي ګټو خلاف غوښتنو ته په منفی ځواب وړاندي کولو سره ددی خاوری بقا او د افغانانو ملی نوامیس خوندی کړی  .

 

نوي موضوعات :