Your add here

یوه بله سیاسی توطیه هم شنډه شوه !

یوه بله سیاسی توطیه هم شنډه شوه !
دافغانستان متحد ملت ګوند چي په ۱۳۹۰ لمریز کال کي دسیاسی فعالیت په موخه دهیواد دګوډ ګوډ څخه د کابو سلو تنو همږغوملګرو په ګډ کار سره د اوږدو صلاح مشورو وروسته لا له پیل څخه دملی یوالی دتحکیم په موخه د بیلابیلو سیمو ،ټبرونو او مذهب پوري اړوند پوهانو ،سیاسیونو او ملي اشخاصو دترکیب جوړو په لړ کي د ګران هیواد دروانو حالاتو په پوره درک سره د۱۳۹۲لمریز کال دقوس میاشتی په ۲۹ نیټه دخپلي لمړنی ټولیزي غونډي په جوړولو سره دپلازمینی کابل دلوی جرګي په تالار کي دڅه باندی پنځوزرو ګوندي غړو او مینوالو ، دپارلمان وکیلانو ، دبهرنیو هیوادنو دسفیرانو ، ملی شخصیتونو او سیاستوالو په ګډون سره د خپل سیاسی کړنلاری په بیانولودموجودیت اعلان وکړ ، دسیاسی ګوندونو دقانون او طرز العمل سره سم دمرکزی دفتر پرته د هیواد په شلو ولایتونو کي خپل دفترونه پرانستل او دسل ګونو زرو ګوندی غړو او مینوالو په ملاتړ یی د۹۳ لمریز کال په ولسمشریزو او ولایتی شوراګانو دټولټاکنود بهیر ترڅنګ یی دټولوکور دننه او هیوادپوری اړوند نړیوالوچارو کي دګوندي پالیسی او ملی ګټو په پام کي نیولو سره په غوڅه توګه خپل دریځ هم درسنیو له لاری او هم په غونډو کي په ډاګه کړی چي دهیوادوالو دتود هرکلی سره مخ شوی داچي دملی او سالم سیاست ترویج او بنسټز کیدل ، دملی یوالی تحکیم ، اوزده کړی ته دځوان نسل تشویق دځینومافیایی کړیو اوسیاسی اختطاف گرو دشخصی ګټو په وړاندی خنډ واقع شو د بیلابیلو لارو هڅه وشوه چي دافغانستان متحد ملت ګوندسیاسی کړني چي ورځ تربلی دقوم ،ژبی ، مذهب ،نژاد او سیمی په نامه جوړ شوی پولي (مرزونه) ماتوی او د عامو خلګو پام یی ځانته را اړولی دسیاسو توطیو په جوړولو کمزوری اود بی اعتمادی فضا رامینځ ته کړي چي یوه جوته بیلګه یی د ۸ صبح ورځپاڼی دحوت میاشتی په ۸ نیټه خپور شوی راپور کي د افغانستان متحد ملت ګوند دهغو ګوندونوپه لست کي شاملول دی چي قانونی معیارونه یی ندی بشپړ کړي داچي پدي راپور کي دورځپاڼي مرکه دعدلیی وزارت دمعین ښاغلي سید محمدهاشمی سره ترسره شوی وه او دناتکمیل شویو ګوندونو په لست کي د افغانستان متحد ملت ګوند نوم د موثقي منبع (مستعار آدرس )څخه رانقل شوی و، دګوند رهبری شورا عدلیی وزرات او ۸ صبح ورځپاڼي ادارو ته دمکتوبونو او موثقو سندونو په وړاندي کولو سره خپورشوی راپور رد کړ چي په پایله کي دورځپاڼي اداری دحوت میاشتی په ۱۵ نیټه خپره شوی ګڼه کي دګوند له لوري دلیږل شوی جوابیه راپور په خپرولو سره او د عدلیی وزارت د کب میاشتی په ۲۳ نیټه دګوند مرکزی دفتر ته دمکتوب په رالیږلو سره دافغانستان متحد ملت ګوند دفعال ګوندونو څخه وباله او په پایله کي داجوته شوه چي داد ګوند او دهیواد دملی گټوضدکسانو اود سیاسی ملوحوظاتو پربنسټ جوړه شوی توطیه وه چي داځل هم دناکامی سره مخ شوه ، دګوند رهبری شورا دهر ډول ستونزو په ګاللو سره د نړیوالو ، او ګاونډیو هیوادونو په ګډون د ملی منافعو په پام کي نیولوسره دسوکاله او ودان افغانستان په هیله دقانونی مواردو رعایت خپل دینی ملی وجیبه ګڼي .

نوي موضوعات :