Your add here

دخوست ولایت د ولسونو زرګونو استازو دیوی غونډي په ترڅ کي دلوی جرګي دجوړولو غوښتنه وکړه!


دخوست ولایت د ولسونو په نمایندګي زرګونو قومی مشرانو ، مدنی فعالانو ، علماؤ ، ښځو او ځوانانو نن دیکشنبی په ورځ دخوست ولایت په ورزشی لوبغالی کي دیوی ستری غونډي پرمهال چي دافغانستان متحد ملت ګوند دمشرتابه شورا له لوری په خوست ولایت کي دګوند ولایتی دفتر دپرانستی او ددری ګونو امنیتی ځواکونو دملاتړ په موخه جوړه شوی وه دملی وحدت حکومت دوام او د امریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کیری له لوری دنافذه قوانینو خلاف دیاد حکومت ددوری تمدید د هیواد دملی خپلواکی صریح نقض وباله ،دخوست ولایتی شورا رئیس عبدالولی واحدزی پرولسمشر اشرف غنی ژغ وکړ چي دخوستوالوهغه څه باندی څلورلکه رایی بی ارزښته ونه ګڼي چي دی یی تر ارګه ورساوه، دغونډي زرګونو برخوالو دالله اکبر په نارو د افغانستان متحد ملت ګوند مشر عبدالرحیم ایوبی د وینا ننګه وکړه او دلاسونو په پورته کولو سره یی په یوه ږغ دلوی جرګي ددایریدو ، دانتخاباتو دترسره کولو او دملي ځواکونو پر ځای دملیشو په ذریعه دهیواد د جګړي پرمخ بیول داساسی قانون په ګډون دهیواد پرملي ځواکونو بی باوری او ملي ارزښتونو ته سپکا وی وګاڼه دګوند مشر او لسګونو وینا والو د ملی وحدت حکومت مشران پخپلو چارو او ملت ته دترسره کړیو ژمنو دپلي کیدوپه برخو کي ناکام وبلل او یادونه یی وکړه چي دحکومت ددوام او هیوادنیو چاروکي دسمون په برخه کي باید افغان ولسونه دلوی جرګي له لاری تصمیم ونیسی . ديادولو وړ ده چی دغونډی تر پایته رسیدو وروسته دخوست ولایتی دفتر دسلګونو ګوندی غړیو په ملتیا دګوند درهبر له لوری دپټی په پری کولو سره پرانستل شو .

نوي موضوعات :