Your add here

ځانمرګي بريد او جګړې سوري سرتېري وژلي دي

فعالين وايي د پلازمېنې دمشق په څنډو کې يوه ځانمرګي بريد او ورپسې جګړې لږترلږه ۱۶ سوري سرتيري وژلي دي.

د سوريې لپاره د بشري حقونو څار ډله وايي، دغه چاودنه چې وروسته ترې نښته وشوه، د جرمانا په سيمه کې شوې چې ډیری اوسېدونکي يې عیسويان دي.
حکومتي رسنۍ د دغې چاودنې پړه، پر هغو مخالفينو اچوي چې دوی يې (ترهګر) بولي، خو د بريد په اړه يې نور جزييات نه دي ورکړي.

په برتانيا کې مېشته د بشري حقونو څار ډله وايي، له القاعده سره د تړلې النصره ډلې له لوري موټر بم چاودنه د جرمانا او د ياغیانو تر کنټرول لاندې مليحه ښارونو ترمنځ په يوه پوسته شوې ده.

دغه ډله وايي یاغيانو د جګړې پر مهال پر جرمانا د توغنديو ډزې کړي او د سوريې جټ الوتکو د مخالفينو له سنګرونو سره نژدې هوايي بمبار کړی دی.

تر اوسه دغه راپورونه په خپلواک ډول نه دي تاييد شوي.

په ګاونډي لبنان کې د بي بي سي خبريال جيم ميور وايي د ځانمرګو بريدګرو کارول چې يرغل ته لار پرانیزي په وروستيو مياشتو کې د ياغيانو له لوري زيات شوي دي.

ياغيان د پلازمېنې دمشق د څو سيمو په ګډون د هېواد د زیاتو برخو کنټرول په خپل لاس کې لري.

خو د جرمانا سيمه چې ډېری اوسېدونکي يې عيسويان دي او ولسمشر بشار الاسد ته وفاداره دي تر اوسه د حکومت تر ولکې لاندې ده.

په اګست مياشت کې هم يوه موټر بم بريد دغلته ۱۸ کسه ووژل.
لوږې ماشومان وژلي

دا په داسې حال کې ده چې امريکا د سوريې له حکومت نه غوښتي، څومره چې ژر کېدای شي د بشري مرستو کاروانونو ته اجازه ورکړي، چې په دمشق کې د مخالفينو تر کنترول لاندې سيمو ته ورشي.

په وروستيو کې د دمشق په هغو سيمو کې چې د مخالفينو ترکنټرول لاندې، په ماشومانو کې د خوارځواکۍ راپورونه خپاره شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، په تېرو څو میاشتو کې د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې سيمې کلابندۍ، خلک د خوړو او درملو له کمښت سره مخامخ کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، داسې ډېر راپورونه يې ترلاسه کړي، چې د ولسمشر اسد د مانۍ په څو کيلومترۍ کې ماشومان د خوارځواکۍ له امله مري.

د سوريې پوځ د مخالفينو تر کنترول لاندې سيمو خلکو ته خبرداری ورکړی يا دې تسليم شي او يا هم له لوږې مړه شي.

يرموک، غوطه او مداميه د پلازمېنې دمشق شاوخوا هغه سيمې دي، چې له تېرو څو مياشتو کې راهيسې د سوري پوځ په محاصره کې دي.

نوي موضوعات :