Your add here

د لویو لارو پولیس له موټرچلوونکو ناقانونه باج اخلي

د افغانستان د رڼښت څارونکې ادارې په خپاره شوي رپوټ کې هغه پوليس له چلوونکو پر باج اخیستنې او د هغوی پر ځورولو تورن کړي، چې د لویو لارو پر سر په پوستو کې پراته دي.

د افغانستان د رڼښت څارونکې اداره وايي چې د دوی د ارزونو له مخې، ۹۵ سلنه د پولیسو پوستې چې د لویو لارو پر سر پرتې دي، په ناقانونه توګه له موټر چلوونکو پیسې اخلي.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی وايي، په رپوټ کې راغلي، چې دغه باج اخیستنه نن سبا جبري شوې ده، او موټر چلوونکي هم دغه پیسې د ماليې یا د پولیسو د حقه حقونو په څېر هغوی ته په ښه زړه ورکوي.

بې وېرې

د دغه بنسټ د خپرونو مشر سید اکرام افضلي وايي، پرته له دې چې د لویو لارو له پولیسو سره کومه وېره وي، په ډاډه زړه دغه پیسې خپلو جیبونو ته اچوي.

د افغانستان د رڼښت څارونکی بنسټ وايي چې د دغه هېواد په لویو لارو کې یې له ۳۲۰ پوستو لیدنه کړې او موندنې يې ښيي چې دغه پوستې د سولې او ټيکاو راتلو لپاره کار نه کوي.

دوی وايي، چې ۴۱ سلنې موټر چلوونکو ورته ویلي د لویو لارو پوستو پولیسو د غلا غدیو په کمولو کې تر اوسه هېڅ کار نه دی کړی.

دا رنګه په رپوټ کې ویل شوي چې د ملي پوځ سرتېري تر پولیسو هغو لږ په دارنګه درغلیو کې ښکېل دي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د دغه رپوټ ارزونې ناسمې دي.

نوي موضوعات :