Your add here

مصر: د پرځول شوي ولسمشر محمد مرسي محاکمه پیلېږي

مصر کې د دغه هېواد د پوځ له لوري د پرځول شوي ولسمشر محمد مرسي محاکمه نن پیلېږي. له مرسي سره د اخوان المسلمون پر ۱۴ نورو مشرانو هم قتال ته د لمسونې تورونه لګېدلي دي.
د دوشنبې په ورځ د مرسي د پلویانو له لوري د احتجاجي مظاهرو له اعلانه وروسته امنیتي ځواکونو ته د تیار سئ امر شوی دی.
تمه کېږي د امنیت خوندي ساتلو لپاره به تر ۲۰ زرو پورې سرتېري وګومارل شي.

ویل کېږي، چې د ښاغلي مرسي محاکمه به د قاهرې په پولیس اکاډمۍ کې تر سره شي.

په همدې ځاي کې د پخواني ولسمشر حسني مبارک محاکمه هم روانه ده.

د سږ کال په جون میاشت کې له سختو احتجاجي مظاهرو ورسته جولای میاشت کې محمد مرسي له واکه لرې کړل شو.

د نوموړي د محاکمې له پیله یوه ورځ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېږي د یوه نا اعلان شوي سفر لړ کې مصر ته ورسېد.

مصر کې د خبرو پر مهال جان کېري د هر ډول تشدد مخنیوي او د ولسواکۍ پر لور پرمختګ لپاره ټینګار وکړ.

جان کېري په مصر کې د لومړي ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي پر ضد له پوځي بغاوت وروسته لومړی ځل دغه هېواد ته د خپل سفر پر مهال دا هم وویل، چې مصر د امریکا له مهمو ملګرو څخه یو دی.

قاهره کې د موقت حکومت، چې د پوځ ملاتړ ورسره دی، د بهرنیو چارو له وزیر نبیل فهمي سره له لیدو وروسته جان کېري وویل، هېواد یې له مصري حکومت سره ګډ کار کولو ژمنې ته وفادار دی.

جولای میاشت کې د محمد مرسي له واکه لرې کېدو وروسته مصر کې د هغه د پلویانو او مخالفانو له لوري د پراخو مظاهرو لړۍ پیل شوې.

دې مظاهرو لړ کې لسګونه کسان وژل شوي او لاهم تاوتریخوالی موجود دی.

خبریالان وايي، د محمد مرسي د محاکمې له پیل سره سم خلک اندېښمن دي او داسې وېره لري، چې د مصر تاوتریخجن حالت به زیات شي.

د مرسي محاکمې له پیله یوه ورځ مخکې د مصر په اسماعلیه ښار کې د وسله والو کسانو په ډزو کې دوه مصري پولیس سرتېري ووژل شول، چې وروسره د تشدد پېښو ډېرېدو په باب اندېښنې هم ډېرې شوې.

نوي موضوعات :