Your add here

تګلاره پښتو

بسم الله الرحمن الرحيم

سریزه :

د لرغوني تاریخ پاڼې شاهدي ورکوي چې افغانستان پنځه زره کلن تاریخي لرغونتوب لري.

 افغانان په څو څو ځله د سترو امپراطورانو په وړاندې درېدلی او د هېواد ساتنې ،ديني او مذهبي ارزښتونو، آزادۍ، ارضي تمامیت، ملي نوامیسو او خپل ویاړلي کلتور څخه يې د ځان او مال په بدل کې په کلکه ساتنه کړې ده او د یرغلګرو پوزې يې په خاورو ورسولولي دي له شک پرته تېرو درې لسیزو جګړو او ناخوالو هېوادوال ډېر ځپلي او د هېواد مادي او معنوي شتمنیو ته يې زیات زیان رسولی دی، نن ورځ ګران هېواد سولې، امن، ولسواکۍ، بیارغونې، پرمختیا او سیاسي ثبات ته اړتیا لري.

 دا چې دا جګړه ځپلی هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ډګر کې وده وکړي او د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په لېکه کې ودریږي، نو په افغانستان کې یو داسې ګوند ته اړتیا لېدل کیږي، چې د هېواد د ټولو سیمو، ژبو او قومونو استازیتوب وکولای شي.

 د اسلام د مقدس دین او محمدي غرا شریعت په رڼا کې د جګړو مخه ونیسي سوله تامین، ټولنیز عدالت پلی، قانونیت رامنځته او د یو ولسواکه با ثباته سیاسي نظام بنسټ کیږدي چې د هېواد ټول وګړي د هر ډول تبعیض پرته د خپلې ارادې ښکارندوي په کې وکړای شي او وکولای شي چې د ګاونډیو او نړیوالو هیوادونو سره د متقابلو ملي ګټو پر بنسټ ژوند وکړي.

 د همدې موخې د پلي کولو لپاره د افغانستان متحد ملت ګوند دا تګلاره په اتو څپرکو اویو دیرشو مادو کې درنو هېوادوالو ته وړاندې کوي. 

د  افغانستان متحد ملت ګوند تګلاره

لومړى څپرکی

عمومي احکام

۱ـ لومړۍ ماده:

د دې سياسي جوړښت نوم د افغانستان متحدملت ګوند دى .

دګوند مرکز دهېواد په پلازمېنه کابل کې دی او نورې څانګې يې د افغانستان په ټولو ولايتونو،ولسواليواو ناحيو کې د اړتيا سره سمې پرانستل کیږي .

۲ـ دوهمه ماده:

د ګوند تګلاره اته(٨) څپرکي یودېرش(۳۱) مادې اومتفرقه احکام لري .

 ۳ـ درېمه ماده:

دافغانستان متحد ملت ګوند ملي، سياسي ،ټولنيز، ،ناپيلى او غير دولتي ګوند دى، چې د اساسي قانون د پنځه دېرشمې(٣٥) مادې او د سياسي ګوندونو د قانون د شپږمې (٦) مادې د درېم(٣) بند له حکم سره سم فعاليت کوي، د افغانستان د عدليې وزارت  سره راجسټر شوى او خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره د نافذه قوانينو په رڼا کې خپلې ګوندي مبارزې ته دوام ورکوي.

۴ـ څلورمه ماده:

ګوند ځانګړى نښان، مُهر او خپرندويه ارګان لري، چې د ګوند د ځانګړو اصولو او لوایحو په واسطه تشريح او تسویدشوی دی .

د وهم څپرکى

د ګوند اصول اولوایح

۵ـ پنځمه ماده:

۱ـ د افغانستان متحد ملت ګوند ټول مقامات انتخابي دي، مګر د لوایحو د بدلون په صورت کې توپیر کوي . 

۲ـ د ګوند داخلي ټاکنې په پټه او مستقیمه  توګه سر ته رسيږي .

۳ـ  په هره برخه کې غونډې  د دوه پر درې برخې غړو دشتون پر بنسټ تر سره کيږي .

۴ـ مصوبې  په اکثريتو رايو اعتبارمومي .

۵ـ په ګوند کې يو شان نظم او دسپلين اړين ګڼل کيږي .

۶ـ د ګوند د غړو ترمنځ یو بل ته احترام په کلکه مراعات کیږي .

۷ـ حق الشمولیت اوحق العضویت دمالي کړنلارې سره سم اخستل کیږي .

 درېم څپرکى

د غړيتوب شرطونه

۶ـ شپږمه ماده:

هغه کسان چې غواړي دګوندغړیتوب ترلاسه کړي دتګلارې  په منلو سره کولاى شي پرته له قومي،جنسي،مذهبي ،ژبني او سیمه ایز توپيره دګوند غړيتوب په لاندې شرطونو سره تر لاسه کړي :

۱ـ داتلس (۱۸)کلنۍ عمر یې باید بشپړ کړی وي .

۲ـ په ملي خیانت، دبشري حقوقوپه سرغړونه، دعامه شتمنیو په چوراوچپاول ککړنه وي. 

۳ـ په امنيتي او قضایي ادارو کې دنده و نه لري .

۴ـ دبل کوم ګوند غړیتوب ونلري. 

۵ـ دګوندتګلاره اوکړنلاره ومني او پر بنسټ يې فعالیت وکړي .

۶ ـ  په منظمه توګه حق العضويت ورکړي .

۷ـ په ګوندي غونډوکې برخه واخلي اوپریکړې یې پر ځان پلې کړي.

 ۸ ـ د ګوند نشرات باید ولولي او د غړیتوب نصاب باید وخت پر وخت وڅاري، چې د ګوند نصاب د ځانګړې لایحې په واسطه ټاکل کیږي.

د ګوند غړیتوب اخستل 

۷ـ اوومه ماده :

۱- دغړيتوب داوطلبان کولای شي سیمه ایزې شورا ته په ليکلي ډول خپله غوښتنه وړاندې کړي د ګوند د يو واکمن غړي په تضمين سره ګوند ته منل کيږي  .

۲- په ډله ايز ډول غړیتوب منل دليکل شوي غوښتنليک پر بنسټ د رهبري شورا له منلو وروسته ترسره کيږي.

۳- سيمه ايزې شوراګانې مکلفې دي چې د درو مياشتو په موده کې د داوطلبانو غوښتنليک وڅېړي د منلو يا نه منلو په هکله يې د رهبري شوراڅخه لارښونه واخلي .

۴-  دګوند هرغړی دآزمون او روزنیزې دورې تربشپړولو وروسته د دارالانشاء له لورې د غړيتوب اصلي پړاو ته رسیږي .

۵- څوک چې دګوندغړیتوب ترلاسه کړي د سیمه ایزې شورا له لوري ځانګړی کارت چې بڼه او منڅپانګه يې درهبري شورا له لوري تصویب شوی وي ترلاسه کوي .

د غړيتوب له لاسه ورکول او پرېښودل 

۸ـ اتمه ماده:

  ١ـ له معقول عذر پرته د ګوند په درېو پرله پسې غونډو کې ګډون نه کول.

 ٢ـ له معقول عذر پرته درې مياشتې پر له پسې حق العضويت ور نکړي .

۳ـ په خپله خوښه په ليکلي توګه نږدې یا اړوندې ګوندي شورا ته خبر او د ګوند څخه استعفاء ورکول.

۴ـ په ملي خيانت تورن شخص چې شواهد ورباندې موجود وي د اړوندې شورا د دوه پر درې حاضرو غړو له تصميم سره سم د ګوند غړيتوب له لاسه ور کوي.

٥ـ ګوند په هېڅ صورت دتجزیې  وړ او ډلبازیو ځای  نه دی دغه ډول هڅې دګوند د تګلارې او کړنلارې له مخې یو ناخوښه عمل ګڼل کيږي اومرتکبین  یې د ګوند څخه ایستل کيږي.

د ګوند د غړوحقوق

۹ـ نهمه ماده :

دګوند غړي لاندې حقوق لري:

 ١- د ټاکنو له لارې  په ګوند کې مقام ترلاسه کولای شي.

۲- پر ګوندي موضوعاتو بحث اوتصميم نيول، خپل نظريات او وړانديزونه شریکول .

۳- ګوندي مقام ته ځان نوماندول اویا بل نوماند غړي ته رایه ورکول.

۴ـ د ګوند هر  غړى يوازې  د يوې رایې حق لري .

دګوند دغړو دندې اومسووليتونه:

۱۰ـ لسمه ماده:

دګوند غړي لاندې دندې او مسووليتونه لري.

۱- دګوندي پريکړو او موخو د تحقق په لاره کې پرله پسې هڅې او هاند.

۲- ترشخصي ګټوملي ګټوته لومړیتوب ورکول .

۳-  په ټولنه کې دګوند د موخو تبليغ او خپرول. 

۴-  ګوندي نظم او دسپلين په جدي ډول پر ځان پلي کول .

۵- د قومي،ژبنيواو ناوړه سیمه ایزو تاوتریخوالو او تحرکاتو څخه په کلکه ځان ساتل .

۶ـ  د ټولنيزو او فردي حقوقونو او  آزادۍ په کلکه منل او درناوی . 

۷- د ټولنې د سیاسي شعور او مسلکي پوهې د لوړولو لپاره هلې ځلې . 

۸- په ګوند کې دټاکنو او رایي ورکولو پر وخت وړتيا،پوهې، زده‌کړو ،تخصص، کاري تجربې، صداقت او ټولنيز نفوذ ته پاملرنه کول .

۹ـ  ديني، مذهبي، ملي او کلتوري ارزښتونو ته د رناوى کول .

دګوند د غړو مادي او معنوي ستاینه :

۱۱ـ يولسمه ماده:

د ګوندهرغړی د صادقانه اوريښتونو هلو ځلو له کبله د ګوند د اړوندو واک لرونکو سرچینو (رهبري شورا، عالی شورا ، اجرایيه شورا، ولايتی شورا، ولسواليو، ناحيو اوکليوالي شوراګانو) لخوا د ګوند د تګلارې سره سم په مادي او معنوي مکافاتو ستايل کيږی.

د ګوند د غړو مجازات کول:

۱۲ـ دولسمه ماد:

د ګوند د تګلارې کړنلارې او ګوندي پريکړو پر ضد په پټه يا ښکاره ډول ګام پورته کولو د اثبات په صورت کې د ګوند غړي د تګلارې سره سم په لاندې ډول مجازات کيږي:

۱- لومړی لارښونه کول . 

۲-  په شفاهي ډول خبرداری ورکول  .

۳-  په ليکلې بڼه خبرداری ورکول.

۴- سرغړونه يي په ګوندي پېژند (سوانحو) کې درجول.

۵- د ګوند دغړيتوب ځنډول.

۶- دګوند څخه ايستل ، د ګوند دغړيتوب کارت ورڅخه اخيستل ،په کارت کې د موضوع لیکل، او د ګوند زیرمتون (ارشيف) ته سپارل .

۷ـ که چيرې جرم دروند اود ملی ګټو خلاف وي رهبري شورا واک لري د مرتکب غړيتوب وځنډوي يا له ګوند څخه د ايستلو په اړه پرځای پریکړه وکړي.

څلورم څپرکی

۱۳ـ دیارلسمه ماده:

دعوایدو سرچينې او پرې څارنه

۱- دګوندعوايد د ګډون ونډې او د ګوند د غړو دمیاشتني حق العضویت، مرستو او خپرونو د خرڅلاو له لارې لاس ته راوړل کیږي. 

۲- دهېواد د شتمنو وګړو او ملي سوداګرو بې قيده او شرطه مرستوله لارې.

٣- دګوند د لېږدېدونکواو نالېږدېدونکو (منقولو اوغيرمنقولو) شتمنيو څخه لاس ته راغلي عوايد.

۴- دهېواد د نافذه قوانينواوګوندي کړنلارې مطابق د مشروع مالي سرچينو پلټنه او پيداکول.

۵-  د ګوند ټول عوايد د ګوند مالي حساب ته ليږل کيږي.

۶- د ګوند هره شورا د کړنلارې سره سم کولای شي د خپلو عوايدو څخه د ګوند په ګټه کار واخلي.

٧- د ګوند د تشکیلاتو لګښتونه د مالي مسوول، د کنټرول او څارنې د جرګه ګۍ (کميټې) د يوه غړي د لاسليک په صورت کې د ترسره کېدو وړ ګڼل کيږي.

۸-  ګوند په هېواد کې دننه  يواځې يو بانکي حساب پرانيستلاى شي.

 پنځم څپرکی

دنوماندیدو اونوماند کولو حق .

۱۴ـ  څوارلسمه ماده:  

 د ګوند په داخلي ټاکنو کې ګډون :

۱- د ګوند هر غړی د هر ډول تاوتریخوالي او ځانګړي امتياز پرته کولاى شي د ګوند د غړو د باور د تر لاسه کولو لپاره د ګوند په داخلي سياست کې د ازادو او مستقيمو ټاکڼو له لارې ځان نوماند کړی .

۲- د ګوند هر غړی کولاى شي، چې د لوړو پوسټونو لپاره دقانوني معيارونو په درلودلو سره دګوند د تګلارې سره سم د کلي د کچې څخه د هېواد تر ولسمشرۍ پورې د سياسي نظام په ټاکنو کې د ګوند په استازيتوب ځان نوماند کړي، په دې شرط چې په اړونده شورا کې د ګوند د اکثريت غړو تائيد يې ترلاسه کړى وي .

۳- درایې ورکولو په وخت کې بايد د ګوند غړي د نوماند تقوا ، زده‌کړو، صداقت ، پوهې ، ملي ګټو ته د ژمنتيا ظرفيت او مديريت په نظر کې ونيسي .

۴ـ د ګوند په منصبونو او استازولیوکې یوازې انتخاب تر سره کیږي، په دې هکله انتصاب د منلو وړنه دى.

شپږم څپرکی

په ګوند کې ټولنو او ډلګیو راګډېدل:

۱۵ـ پنځلسمه ماده:

رهبري شورا واک لري هغه ډلې  اوسياسي سازمانونه، چې دګوند تګلاره اوکړنلاره مني او پخپله خوښه د ګډ کار ليوال وي د تګ لارې سره سم په ګوند کې راګډ شي. 

سیاسي یوالی

۱۶ شپاړسمه ماده: 

۱ـ هغه بنسټونه، سازمانونه او ګوندونه چې د ګوند هدفونه د خپلو هدفونو او پالیسیو سره جوړ او موافق ګڼې، مګر غواړي چې خپلواک هویت ولري رهبري شورا کولای شي چې دوی د ګوند د متحدینو په ډله کې شامل کړي. 

۲ـ رهبري شورا واک لري چې د ګوند او متحدینو ګډې غونډې جوړې، پر ملي او نړیوالو مهمو مسایلو خبرې اترې وکړي او تصمیم ونیسي.

۳ـ هغه ډلې او سازمانونه چې د ګوند سره په مشخصو موخو کې همغږي وي د  رهبري شورا صلاحیت دی، چې د نوموړو سره د ګوند سیاسي ایتلافونه تنظیم، منځ ته راوړي او په ګډه سره دا پالیسي وړاندې کړي، چې د ګوند هدفونه پیاوړي کړي.

۴ـ رهبری شورا واک لري د ستراتېژیکو سیاسي مشروع هدفونو او سیالیو ته د رسېدو په موخه د سیاسي متحدینو او ایتلافي ډلو څخه د ګوند په تړون سیاسي جبهه رامنځته کړي. 

۵ـ پورته ذکر شوي ټول موارد د اساسنامې د احکامو له مخې پلي او تنظیمیږي.

اووم څپرکی

دګوند تشکیلات (جوړښت)

۱۷ـ اولسمه  ماده:

ګوند لاندې مرکزي او سیمه ایز ارګانونه لري:

۱ـ   دګوند موسسین

۲ـ عمومي مجمع ( ټولیزه غونډه)

۳ـ  عالی شورا

۴ـ  رهبري شورا

۵ـ اجراییه شورا

۶ـ  دارالانشاء

۷ـ  ولایتی شوراګانې

۸ـ  د ولسوالیو شوراګانې

۹ـ  ښاري او ناحیو  شوراګانې

۱۰ـ  سیمه ایزې شوراګانې

۱۸ : اتلسمه ماده:

د مووسیسینو شورا :

۱ـ  مووسسه شورا د ګوند له لومړنیو متفکرینو او نخبه ګانو څخه جوړه ده، چې په لومړۍ  غونډه کې يې د شمیر په هکله پریکړه شوی ده.

۲ـ  مووسسه شورا د تګلارې د احکامو په رڼا کې د لومړنۍ ټولیزې غونډې تر جوړېدو پورې د ګوند ټول واکونه او دندې پرمخ وړي .

۱۹. نولسمه ماده:

عمومي مجمع ( ټولیزه غونډه)

۱ـ ټولیزه غونډه د ګوند تر ټولو لوړ مقام دى، چې په څلورو کلونو کې يو ځل غونډه کوي او د اړتيا پر وخت د عالی شورادغړو  د۲پر۳ برخواو يا د اجرایيه شورا داکثریتو غړو په غوښتنه دايريدلی شي. 

۲ـ  ټولیزه غونډه د ګوند له تاسيس څخه يو کال وروسته جوړيږي .

۳ـ مووسسه شورا کولای شي دغه وخت وځنډوي، پدې شرط چې تر یوه کال زیات نه وي.

۴ـ  دغونډې  لنډمهاله اداري هیيت (ریيس،مرستیالان اومنشي) دټولیزې غونډې دغړو په واسطه د ټاکنو له لارې ټاکل کيږي .

۵ـ  ټوليزې غونډې علني وي، پټې غونډې دمجلس د اکثریت رایو په اساس دایریږي .

 ۶ـ ټولیزه غونډه  د خپلو غونډو او نورو کاري چارو لپاره ځانکړې تګلاره وضع کولای شي .

۲۰: شلمه ماده:

د ټوليزې غونډې دندې او واکونه :

۱ـ د عالي شورا غړي دګونددغړوپه تناسب دهېواد په  ولایتونو کې ټاکي  او د مرکزي کنټرول کميسيون غړي په سري اومستقيمو رايو ټاکي .

۲ـ د عالي شورا اومرکزي کنترول کمیسون د اجراتو راپور اوري، ارزونه يې کوي او خپلې پريکړې  صادروي . 

۳ـ دګوند رئيس، مرستيالان او منشي (رهبري شورا) د څلورو کلونو لپاره د ټاکنو له لارې ټاکي .

۴ـ پرملي او نړيوالو مهمو مسايلو د افغانستان د اساسي قانون سره سم غور او څېړنې کوي، اودغړو دوه پر درې برخو رايوپربنسټ خپلې پريکړې اعلانوي .

۵ـ د ګوند نوم، نښان، بيرغ، خپرونې او ګوندي ترانې تصويبوي . 

۶ـ د ګوند د تګ لارې ټاکل او تصويب .

۷ـ د څارنې او شکاياتوته د رسېدلو د کميسيون د اجرااتو د راپور اورېدل څېړنه او په هکله يې لازم تصاميم نيول .

 ۸ـ  د تېرې شوې عمومي غونډې د تصميمونو د پايلو ارزونه کوي ،د ګوند تګلاره او کړنلاره تصویبوي او که اړتیا وي بدلون په کې  راوړي .

۲۱ : یوویشتمه ماده:

عالي شورا :

۱ـ  تر ټولیزې غونډې  وروسته د ګوند لوړ اوفعال ارګان دی چې غړي یې د ولایتي شوراګانو رئیسان او دګوند له  هغه غړوڅخه  دي، چې د ټولیزې غونډې لخوا د ټاکنو له لارې دګوندي غړو د کمیت په تناسب ټاکل کیږي . 

۲ـ دعالي شورا ترتشکیل وروسته  د مؤسسې شورا دنده پای ته رسیږي .

۲۲ـ دوه  ویشتمه ماده:

د عالي شورا دندې او واکونه :

۱ـ عالي شورا د دووټولیزوغونډو تر منځ د کړنلارې او تګلارې سره سم دټولو ګوندي چارو مسوولیت په غاړه لري او ټولیزې غونډې ته دخپلو کړنو ځواب ورکوي .

۲ـ عالي شورا د ازادو او دیموکراتیکوټاکنو له مخې دګوند د غړو شمېر ته  په پام  د اجراییه شورا او د کمیټو غړي ټاکي .

 ۳ـ عالي شورا لږ ترلږه په هرو شپږو میاشتو کې خپلې عادي غونډې کوي، د اړتیا په  وخت کې د دوه  پر درې برخو غړو په رایو کولای شي، د عالي شورا فوق العاده غونډه جوړه کړي .

۴ـ دکمیټواوکمیسیونونو ایجادول او دهغو د مسوولیتونو په ګوته کول .

۵ـ دحق العضویت دکچې ټاکل اودګوندي بودیجې تصویب .

۶ـ  داجتماعي ټولنو، صنفي ، مسلکي اتحادیو رامنځ ته کول  او د ګوند ي پلان تصویبول .

۷ـ د رهبري شورا او اجراییه شورا راپور اورېدل او اړینې لارښوونې ورته کول .

۲۳ـ  دروېشتمه ماده :

د رهبري شورا جوړښت :

۱ـ  رهبري شورا د ګوند د رئیس ،دوو مرستيالانو او منشي څخه عبارت دى، چې د ګوند ټولې چارې د عالي شورا  د دوو غونډو تر منځ  پر غاړه لري، اوعالي شورا ته دخپلو کړنو راپور ورکوي . 

۲ـ رهبري شورا د ګوند د ر هبرۍ ترڅنګ د عالي شورا ریاست هم په غاړه لري.

۳ـ درییس په نه شتون  کې لومړی مرستیال ، دوهم مرستیال ، اود دریو واړو د نشتوالي پر مهال  د ګوند منشي دهغوی دندې پرمخ وړي.

۲۴. څلورویشتمه ماده:

د ګوند د ریيس دندې  اومسووليتونه :

۱ـ  د ګوند ورځنۍ چارې د کړنلارې او تګلارې سره سمې پر مخ وړي، د ټولیزې غونډې او عالي شورا د پريکړو او تصاميمو د پلي کولو مسووليت په غاړه لري او نوموړو شورا ګانو ته دخپلو کړنو د راپور  ورکولو مکلفيت لري. 

۲ـ د عالي شورا او رهبري شورا غونډې د ګوند د ریيس تر مشرۍ لاندې دايريږي، درئیس په نشتوالي کې د لومړي مرستيال ،اویادوهم مرستيال  تر مشرۍ  لاندې  دایريږي . 

۳ـ  په کورنیو او بهرنیو چاروکې  دګوند استازيتوب کوي .

۴ـ دګوند دویاند ټاکل .

۵ـ دګوند ريیس د دوو ټولیزوغونډو ترمینځ د موجه عذر پرته استعفا نه شي  ورکولای، دعذر درلودلوپه صورت کې د هغه استعفا یا د اصولو خلاف د کوم تور په صورت کې د هغه دګوښه کولو لپاره د عالي شورا د دوو برخو غړوپه رایو ټولیزه غونډه رابلل کیږي او لازمه پریکړه کوي . 

۲۵ـ پینځه ويشتمه ماده:

اجرایيه شورا:

تر رهبري شورا وروسته د ګوند عالي مقام دي چی  دعالی شورا دلوري درایوپه اکثریت ټاکل کیږي .

۱.پخپله لومړنۍ غونډه کي دشورارئیس اومرستیالان ټاکي .

۲. رهبري شورا  ته مسؤليت لري چي د خپلو اجراتو راپور وړاندي کړي .

۳ دعالی شورا دپریکړو اوکاري پلان مطابق کړني ترسره کوي . 

۴. په میاشت کي یوځل خپله عادی غونډه دایر وی او د اړتیا په وخت کې فوق العاده غونډه د د غړو د رایو په اکثریت یا دګوندد  رئیس په بلنه دایروی.

۲۶. ښپږ ویشتمه ماده :

داجراییه شورا دندي او واکونه :

۱. دتګلاری اوکړنلاری د مندرجاتو په رڼا کې د عالی شورا او رهبري شوراد لارښوونو د تطبیق لپاره معقول تدابیر نیسی.

۲. دکمیټو دمشرانو او غړو د فعالیت څارنه کوي ،عالی شوراورهبري شوراته راپور ورکوی .

۳. د ولایاتو مرکزي دفترونه څاري  دلاسته راوړنواود ستونزو په اړه رهبري شورا ته خبر ورکوی .

۴. دغونډو، سیمنارونو، علمی او ادبی کنفرانسونو په اړه وړاندیزونه کوی .

۵. دحرفوی او مسلکی کدرونو د جلب،جذب په اړه لازم اقدامات کوی .

۶. دنویو جذب شویو غړو دغړیتوب دمنلو یا ردولو په اړه تصمیم نیسی .

۷. دولایتی او سیمه ایزو دفترونو راپورونه اوري او غور ورباندي کوي .

۸. حق العضویت ، حق الشمولیت او نورمالی حسابونه کنترولوی .

۹. دګوندي بودیجی او نورو پرمختیایی چارو په اړه طرحی او وړاندیزونه ترتیبوی .

۲۷. اوؤه ویشتمه ماده:

د ګوند دارالانشاء:

داجرایه شوراددریوتنو انتخابي غړواودګونددیوشمیرفني اومسلکي اشخاصوڅخه تشکلیږي چي درهبري شورادپریکړوسره سم فعالیت کوي .

ددارالانشا‌‌ ء دندي :

۱. داجراییه شورا سره په همکاری او همږغۍ د ګوند ورځنۍ اداری ، مسلکی ا ولوژستیکی چاري پرمخ وړي  . 

۲. دکاري پلانونو مسودي جوړه وي .

۳. اجنډاوي ، د توحید ي رایو او دتصامیموترتیب،ثبت او راجستر ول  .

۴. دګوند ولایتی شوراګانو دغړولیستونه، دهغوی کارتونه او نورو اړینو اسنادو ترتیبول .

۵. په ټاکلي وخت دګوند غړوته دګوندي غونډودپریکړواتصامیموابلاغول  .

۶.اونورو هغوچارو سرته رسونه چي درهبري شورا  او اجراییه شورا له لوري ورته سپارل کیږی .

۲۸. اته ویشتمه ماده:

کميټي او کمیسونونه  :

ګوند کولای شي د ځانګړو چارو د ترسره کولو لپاره کمیټې جوړې کړي، او د لزوم په صورت کې لاندې او یا دې ته ورته کمیټې تاسیس کړي 

۱د شکايتونو د ارزوني کميټه .

۲دبهرنيو اړيکو کميټه .

۳د علماء ،پوهانو او د نظر د خاوندانوعلمي کميټه .

۴د اولس سره د اړيکو کميټه .

۵سیاسي کميټه .

۶د دځوانانواومحصلینو کميټه .

۷د روغتيا کميټه .

۸.دټولنیزوچاوردسمون کمیټه .

۹پارلمانی کميټه .

۱۰دجلب اوجذب کميټه .

۱۱مطبوعاتی او څيړنيزه کميټه .

۱۲کلتوری او ادبی کميټه .

۱۳د سپورت کميټه .

۱۴دښځوکميټه .

۱۵د معلولينو او معيوبينو کميټه 

۲.د نوموړو  کميټو غړي د عالی شورا لخوا په مستقيمو او پټو رايو ټاکل کيږي .

۳.هره کميټه په لومړۍ ناسته کي خپل رئيس ټاکي . 

۴. د مرکزی کنترول کمیسیون پرته نوری ټولی کمیټی او کمیسیونونه د اجراییه شورا په وړاندی مسؤلیت لری او له خپلو کړنو څخه راپور ورکوی . 

۲۹.نه ویشتمه ماده :

د مرکزي کنترول کمیسیون :

۱. ددغه کمیسون غړي دعالی شورا له لوري دآزادو اودیموکراتیکوټاکنوپربنسټ دګوند دکمیټوپه انډول  دعالی شورا دغړوڅخه د دریواوپینځلسوترمينځ ټاکل کيږي .

۲.یادکمیسون په لومړنۍ غونډه کي ددیموکراتیکوټاکنوله لاري خپل رئیس ټاکي .

۳.دګونددمرکزي ارګانونوپه شمول دتګلاري سره سم ټولي مالي او اداري چاري کنټرولوي اوڅارنه يي کوي .

۴.کمیسون پخپلوکړنوکي عالی شوراته مسؤلیت لري .

۳۰. دیرشمه ماده :

سیمه ایز ارګانونه :

الف ګوند د هیواد په کچه لاندی سیمه ایز ارګانونه لری :

۱. ولايتي شوراګانې: دا شورا ګاني د ولاياتو په کچه د ګوندي چارو مسوليت پر غاړه لري د ولایتي او ولسواليو شوراګانو پر  رئيسانو برسيره يي نور غړي  د ضرورت په کچه په همدغو شوراګانو کي د ټاکنو له لاری ټاکل کيږي او دا شورا ګاني په خپله لومړنۍ ناسته کې د ټاکنو له لاري خپل رئيس ټاکي .

۲.د هروڅلورو کلونو په لومړي مياشت کې په ټولو ولایتي ،ولسوالۍ،کلیوالي ،ښاري اوناحيوي  شوراګانو کي په ديموکراتيکه فضا کې د یادوشوراګانو رئيسان  اواداري هيئت د ټاکنو له لاري ټاکل کيږي .

ب . د ولسواليو شوراګانې :

دا شورا ګاني د ولسوالیوپه کچه د ګوندي چارو مسوليت پر غاړه لري او غړي يي په هماغه ولسوالی کي  دولایتي شوراګانودرئیسانوپه څیر د ګوندی غړو له منځ څخه په د يموکراتيکه فضا کي د ټاکنو له لاري ټاکل کيږي او په اولنۍ ناسته کي خپل رئیس،مرستیال اومنشی ټاکي .

ج . ښاری شوراګانې :

۱. په هر ښار یا ښار ګوټی کي د ګوند نخبه اومسلکی غړو په څير د ناحیو رئیسان هم  په ورته وخت کي د دغي شورا غړي دي .

۲. د دي شورا غړي د ناحیو د شورا ګانو رئیسان دي دوی هم خپل رئيس ،مرستیال اومنشي  په اولنۍ ناسته کي د ټاکنو  دلاری ټاکي .

د. د ناحیو شوراګانې :

۱. د دي شوراګانو غړي د ګوند د جوړو شویو سمیزو شوراګانو له خوا د دیموکراتیکو ټاکنو  دلاری ټاکل کیږي  چي شمیر یي  په هره  سیمه کي د سمیزو شوراګانودغړو په پاملرني سره ټاکل کیږی .

۲. د محلی شوراګانو رئیسان په ورته وخت کي د دي شورا غړي دي .

۳. شمیر یي په اړونده ناحیه کي د سمیزو شوراګانو دشمیر په انډول سره ټاکل کیږی، په لمړنۍغونډه کي خپل رئیس، مرستیال او منشی د ټاکنو له لاري ټاکی .

ه. سيمیزي شوراګانې :

۱.سیمیزي شوراګانې د خلګو او ګوند ترمنځ د پيوستون کړۍ ده. داستوګنو په ځايونو کي جوړيږي،دغړو تعداد یي له دريو(۳ ) څخه تر يو ويش ( ۲۱ ) تنو پوري دی .

۲. په کلیو او استوګنځايونو کي د ګوند د غړو شميرته په پا ملرني سره څوسيمیزي شوراګانې جوړيدلای  شي .

۳.د سیمیزو شوراګانو او دهغو د غړو  اندازه د مخکنيو دوو فقرو ،محتوياتو ته په پام سره  د ولسواليو او ناحيوي شوراګانو په صلاحيت کي ده، د سیمیزي شورا رئيس د پټو مستقيمو،ټاکنو له لاري د سیمیزي شورا د غړو له خوا ټاکل کيږی .

ک. کليوالي شوراګانې:

کليوالی شوراګانې په هر کلی کي ګوند ته د جلب شويو مخورو کليوالو څخه په انتخابي ډول يوه شورا جوړه وي چي شمير يي  دهماغه کلي او په هغه کي د غړو د کميت له مخی ټاکل کيږی او دوی پخپله لومړنۍ غونډه کي يو تن د خپل مشر په توګه ټاکي .

اتم څپر کى

بيلابيل حکمونه

۳۱. یودیرشمه ماده:

۱.ګوند کولاى شي سربيره پر سياسي فعاليت توليدي،تجارتي او په بيلابيلو اقتصادي برخو کي پانګونه و کړي اود ګوند مالی بنسټ پياوړی کړی .

۲. دګوند د انحلال په صورت کې دګوند ټوله شتمنی دقانوني حکمونوسره سم تصفیه کیږي  

۳.د ګوند تګلاره چي اته څپرکي او ديرش مادي لري د (١٣٩١) لمريز کال د وږې د مياشتي په ۲۶ نيټه د موسسي شورا لخوا ترتيب او تصويب شوه چي دګونددموجودیت داعلان په لمړي ورځ (لمړنۍ تولیزه غونډه ) کي نهايي تصویب ، نافذه اوداجرا وړده  .

 

و من الله التوفيق

۲۹ /قوس /۱۳۹۲ کابل 

 

 

 

نوي موضوعات :