Your add here

د افغانستان متحد ملت ګوند کړنلاره

بسم الله الرحمن الرحيم

سريزه

د افغانستان د مسلمان او ربړيدلي ولس په ملاتړ، د ديني علماوو، پوهانو او روڼ اندو (روښانفکرانو) په همت او پوره مېړانه د تاريخي هېواد په غېږ کې د يوې علمي او عملي کړنلارې او تګلارې په درلودلو سره د يوه دريمګړي سياسي ځواک په توګه دملي اوبين المللي شرايطوپه پام کې نيولوسره يوسياسي اوملي خوځښت رامنځ ته شوی.

دا ځکه چې د څه باندې ديرش کلنې تپل شوې جګړې زموږ ګران هېواد د کورنیوشخړو، قومي، ژبني اوسيمه تاوتریخوالو، اداري فساد، د بيکارۍ لوړې کچې او بې سوادۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ کړي، چې زغم يې ډيرګران کار او نور د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی. د ملي يوالي پرځای ژبني، قومي، سمتي، تنظيمي تعصباتو او نورو ناوړه پديدو زمونږ ورځنی ژوند تر خپل اغيز لاندې راوړی او د تباهۍ خواته بيولی دی.

يادو شویو  پديدو ته د پای ټکي په اېښودلو سره چې ولس ورسره لاس اوګريوان دی، يو ملي، سرتاسري او سياسي خوځښت ته په ګران هېواد افغانستان کې چې د ټولو قومونو، سمتونو او ژبو استازيتوب وکولای شي اړتيا ده.

ترڅو د خپلو وطنوالو په همت دې جنګ ځپلي هېواد ته د دايمي سولې په راوستلو د ټولو هېوادوالو پر زخمونو مرهم کېږدي. د لوی څښتن په مرسته د اسلام د سپيڅلي دين او محمدي غرا‌‌  شريعت په رڼا کې د افغان ولس، تاريخي، او فرهنګي جوړښت ته په پوره پاملرنه سره د ملي يوالي د پياوړتيا، ټولنيز عدالت د پلي کولو او د قانون حاکميت په رعايت، د بشري حقوقو او انساني کرامت ته په درناوي سره د ملګرو ملتونو او نړيوالو اعلاميو او پريکړو ته په درناوي او رعايت، د ګاونډيو هېوادو او نړۍ د ملکونو سره د متقابل احترام، د جانيبينو د ملي ګټو په پام کې نيولو سره د افغانستان د متحد ملت  ګوند هوډ لري، چې د اساسي قانون  د  ۳۵ دېرشمې مادې او نافذه قوانينو په رڼا کې د سبا ورځې د يو سوکاله او با عزته ژوند په خاطر خپله مبارزه پيل او د ژوندانه تر اخري سلګۍ  پورې ادامه ورکړي. 

د خپلي دندې او مسووليت په توګه د يوې اړتيا له  مخې خپل ځوريدلي او ربړيدلی ولس ته غږ کوو چې راځئ، سر له اوسه د ملي  ‎يوالي پر ټغر سره راټول او د يو موټي کېدو په لور خپل کوټلي ګامونه پورته کړو او کنه نو د پرديو د ناوړه لاس وهنو په ناورين کې به د تل لپاره پاتي شو، په دې لحاظ د دغه ټولو ارمانونو د پوره کېدو لپاره يوه داسي دريم سياسي ځواک ته اړتيا لېدل کېږي چې افغان ولس له دې ناوړه ناتار څخه وژغوري. 

دا چې  نړۍ ورځ تر بلې په علمي او تکنالوژيکې لحاظ حيرانونکی پرمختک کوي، نو په کارده چې موږ هم د نړيوالو سره د سيالۍ په ډګر کې خپلې هلې ځلې اوچتې کړو. 

ګرانو هېوادوالو! دلوی او بښونکي څښتن تعالی په توکل د اسلام  د مبين دين د احکامو تطبيق د افغان اولس تاريخي، فرهنکي جوړښت ته په پوره زیر او پاملرنه، د افغاني ټولنې منل شوو دودونو رعايت او احترام، په هېواد کې د ټولو ميشتو قومونو د حقوقو درناوی اورعايت، دملي يووالي دټينګښت  له لارې پياوړی کړي.

 د ځکمنۍ بشپړتيا  سياسي اقتصادي او ملي حاکميت تامين او تحکیم، په هېواد کې د ولسواکۍ نظام د پلي کولوله لارې د د هر ډول تاو تریخوالي او نورو ناوړو اجتماعي پديدو د له منځه  وړلو په خاطر د قانون حاکميت ، ټولنيز عدالت ، دښځو حقوق، د ځوانانو وړتیا لوړول، انساني کرامت او د ټولنيزو بنسټونو وده او پیاوړتیا، دملګرو ملتونو او نړيوالو اعلاميو او ميثاقونو ته درناوی د ګوند مهم اهداف دي، چې د افغان ولس په مرسته به دغه  ملي ارمان ته د رسېدو په موخه  نه ستړې کېدونکې مبارزه پيل کړي.

ژمن او با درده کسان چې د ټولو میشتو قومونو، نارینه او ښځینه، سازیتوب وکولای شي په  ټولنه کې ذهني او عیني شرایطو ته په پام کې نیولو سره د یو ملي حر کت په توګه د افغانستان  د ( متحد ملت ګوند) تر عنوان لاندې را ټول او د یوې منظمې کړنلارې (برنامی) په پلي کولو سره  هوډ لري، چې خپلې هلې ځلې پیل او تر بري پورې دوام ورکړي، تر څو یاد شوو ناخوالو ته د الله(ج) په توکل او دهېواد والو په همت دمټو په رانغښتلو سره د پای ټکی کیږدي، سوله ایز ژوند ته  لاره هواره کړي.

 د افغانستان متحد ملت ګوند د لاندینیو برنامو لپاره کار اوفعالیت کوی.

الف:- دکورني سياست په برخه کې

۱-  افغانستان یوګڼ قومي هېواد دی اوسیدونکي یي غوڅ اکثریت  مسلمانان دي او د قومي جوړښت له مخې بیلې ځانګړتیاوې لري. 

  د افغانستان متحد ملت ګوند تګلاره په اسلامي اصولو ولاړه او ملي بنسټ لري، دغو ارزښتونو ته د ځانګړې پاملرنې له مخې خپلو هلو ځلو کار اوفعالیت ته دوام ورکوي.

 د افغانستان متحد ملت ګوند په موخوکې ملي یووالی او ملت جوړونې ته  په لومړیتوبونو کې ځای ورکړل شوی دی.

۲-  دریښتنې ولسواکۍ نظام پلي کول او تحکیم، دباثباته او مستقل مرکزي دولت جوړول، د قانون حاکمیت او په ټولنه کې د ټولنیز عدالت پلي کول، د وړتیا له مخې ټاکنې او دکار ویشنه پرته د سمت اوتنظیمي اړيکو له مخې د متحد ملت ګوند کړنلاره ده. 

۳- په ګران هېواد افغانستان کې د جغرافیایي، تاریخي، مذهبي اوکلتوري جوړښت له نظره د اوس لپاره، فدرالي سیستم د تطبیق او منلو وړ ندی، بلکه زمونږ ګوند ژمن دی چې د یو  واحد، باثباته  اومرکزي دولت  لپاره  هلې ځلې تر سره کړي.    

۴-  دهغو جنګي جنایت کارانو چې لاسونه یې د ملت په وینو سره او یا یې ملي شتمني لوټ کړې وي، محکمې ته راکشول  او د انتقالي عدالت  دپلي کولو کلک پلویان یو.

۵- د هېواد ټول وګړي نارینه اوښځینه د قانون له مخې  مساوي او یوشانته حقوق  او وجيبې لري.

 ښځی د ټولنې نیمایي برخه جوړوي. 

د متحد ملت ګوند ټولو ښځو ته د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې  د هغوی د حقوقو د ورکولو غوښتونکی دی. 

۶- ځوانان د یوې ټولنې د نن او سبا جوړونکي دي، ګوند خپله دنده بولي، چې  د دې هیواد ځوانان  ښځینه ، نارینه  په اسلامي روحیه او افغاني جذبه او د اوسنۍ نړۍ د عصري علومو او نوې تکنالوژۍ د غوښتنو سره سم د ودی او پرمختګ زمینه برابره او د خپل تاریخ اوکلتور سره آشنا کړي.

 ۷- د ښوونې  او روزنې او لوړو زده کړو ښوونه او زده کړو نصاب کې د پورتنیو ځانګړتياوو په ځايولو ټینکار کوو، تر څو د هیواد د ټولو قومونو ژبو ته په پوره احترام وده ورکړل شي، پښتو او دری ژبې د اساسی قانون د(۱۶) مادې په اساس رسمي ژبې دي.

 مونږ غواړو چې ټول هېوادوال پر خپله مورنۍ ژبه زده‌کړې وکړي او دا د دوی قانوني حق دی. ‌ 

۸- مونږ د پلورالیزم پلویان یو، د قدرت انحصار زمونږ په تګ لاره کې نشته او د منلو وړ هم ندی.

 ۹-  بهرکې میشت افغان مهاجرین د دې هېواد وګړي دي اوګڼ شمېر یې هېواد پرېښودو ته په زور سره مجبورکړل شوي دي، چې د بیاراستنیدونکو لپاره یې دقیقه او هراړخیزه برنامه په کار ده، چې د دې برنامې له مخې راستنیدونکو ته باید د کار، امنیت، هستوګنځای، د ښوونې او روزنې او نورو مهمو ضرورتونو اسانتیاوې ورته برابرې شي.

۱۰- دشهیدانو وارثین او ګڼ شمېر معلولیت لرونکي وګړي د یوې دقیقې برنامې د نه شتون له امله په ډیره خوارۍ او غریبۍ کې شپې او ورځې تیروي، د متحد ملت ګوند په کلکه ژمنه کوي، چې د نوموړو په ژوندانه کې ښکاره او مثبت بدلون راولي او دوی ته د کار زمینه برابره کړي او د دوی د علاقې اواستعداد سره سم د لنډې مودې لپاره تخنیکي او حرفوي زده‌کړې ورکړل شي، تر څو وکولای شي د خپل ځان او کورنۍ لپاره حلال رزق لاس ته راوړي او ددوی  دروغتیا ، زده‌کړو او استوګن ځایونو په اړوند له دوی سره په استثنایي اوامتیازي ډول مرسته وشي.

۱۱- تروریزم نړیوال ناورین دی، ګوند ژمن دی چې په دې  اړه به جدي هلې ځلې او په له منځه وړلو کې يې له نړیوالو سره  لازمې مرستې وکړي.

۱۲- د متحد ملت ګوند د مخدره توکو داستعمال، کښت اوقاچاق د له منځه وړلو په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې  پیلوي او د دې پرضد به د اسلام د مبین دین د احکامو سره سم مبارزه کوي او د دې موخو لاسته راوړل خپل بشري او وجداني دنده اومسوولیت بولي.

۱۳- دلرغونیو آثارو دغیرقانوني کندنې، قاچاق اولیږد د مخنیوي لپاره د کلکې مبارزې هوډ من یو.

 داځکه چې همدا لرغوني آثار زمونږ تاریخي او ملي هویت دی. 

 او هیڅ کورني او بهرني ته به اجازه ورنکړو چې زمونږ تاریخ او ملي هویت ته زیان ورسوي.

 افغانستان کې   داخلي او خارجي د ښمنو کړیو دکلونو را پدیخوا زمونږ لرغوني اثار او ملي شتمنیو باندې سختی لوبې کړي دي، مونږ غواړو چې پردې د لرغونو اثارو دلوټ او تالان مخنیوی وکړو د دی اثارو لپاره تحقیقاتي مرکزونه جوړ کړو ترڅو د دې  هېواد لرغونتيا  رابرسیره شي. 

۱۴- ملي پیاوړي مسلح قوتونه  په یو هېواد کې د پت او عزت ملي نوامیسو، اوځمکنۍ بشپړتيا، دقانون حاکمیت په خاطر او د هېواد د تاریخي او کلتوري شتمنیو د خوندي ساتلو په منظور په  هېواد کې اساسي او رغنده رول لري د پیاوړتیا په موخه به يې د متحد ملت ګوند هراړخیزې هلې ځلې وکړي.  

 ۱۵- د متحد ملت ګوند د قومونو د انډول په تناسب د دولت په کچه دتشکیل او جوړښت سره په کلکه مخالفت لري، ایمان داري او صداقت، ملي روحیه، مسلکي وړتیا، تخصص اوپوهه د یو موقف دلاسته راوړلو معیارونه بولي.

۱۶-  د پخوا په څېر د مکلفیت د دورې بیا پلي کولو د ځانکړوشرایطو له مخې غوښتونکي یو.

ب: په اقتصادي برخه کې 

اقتصاد دیوې ټولنې اساسي او بنسټیزه برخه ده، هره ټولنه چې اقتصادي آزادۍ پر خپلو پښو ولاړاقتصاد ونلري، هغه ټولنه سیاسي ازادي هم نه لري. 

څه باندې درې لسیزو تپل شوي جنګ د افغان ولس ټول بنسټونه، لکه دځمکې لاندې او باندې ملي شتمنۍ،نیم ژوبله ملي اقتصادي او بنسټيز پلانونه په ژوره توګه زیانمن کړي دي. 

د ۲۰۰۱ ميلادي کال د بن د لومړي تړون نه وروسته کورنیو  او بهرنیو معلوم الحاله کړیو دافغان ولس په ګټه نه، بلکې د ځان په ګټه پرته د دې نه چې د افغانستان ټول جوړښتونه او حساس جیوپولتیک موقعیت او دټولني عیني او ذهني شرایطو په پام کې ونیسي د آزاد بازار اقتصاد اوداسی نور عناوینو تر نامه لاندې  يې  یو سلسله کړنې پیل کړي، چې افغان ولس ته یې له زیان پرته هیڅ ګټه ونه رسوله.

ګران هېواد افغانستان د خپلې اقتصادي ودې لپاره پراخې  شونتياوې لري، له هغو نه د خلکو په ګټه کار اخیستل متعهد، مرکزی او باثباته دولت ته اړتيا ده، ترڅو د قانون حاکمیت ټینګ او د یو ولسواکه نظام تمثیل وکړای شي.

 ژمن او باثباته مرکزي دولت خپله دنده بولي چې د افرادو د شخصي ملکیت نه ساتنه وکړي، ترڅو کورني او بهرني پانګه وال  باور مند شي او خپله پانګه  دلته په کار  واچوي. 

زمونږ په هېواد کې د یو ژمن  دولت نه شتون کورنيو اوبهرنيو  پانګه والو ته ډيرې ستونزې ایجاد کړي، چې په ډيرو بندرونو کې د سوداګرو مالونو ته خنډونه اچول کېږي، چې د دولت د روښانه سوداګریز سیاست د نه شتون له کبله سوداګر نه شي کولای چې خپلې سوداګرۍ ته چټک تیا ورکړي.

ګوند په دې عقیده او باور دی چې که چیرې د ګران هېواد افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ددې لاندې فکتورونو نه په علمي، ایماندارۍ، صداقت او پوره ژمنتيا سره کار واخیستل شي،  ډیر ژر به په ځان دبسیاکېدو جوګه شي او دګاونډیانو او نړۍ له هېوادونو سره به د ملي ګټو پربنا ، راکړه ورکړه ولري.

۱- کرهڼه او مالداري

افغانستان  یو کرنیز هېواد دی ، مګر دډيرو ابي اوللمي ځمکو په در لودلو بر سيره ، تل د اړتيا وړ خپل خوراکي توکي د بهر نه واردوی. 

په (۲۱)مه پيړۍ کې اوس هم زمونږ کرنیز سامان آلات هماغه زاړه د منځنیو پيړیو دي، دا ځکه چې پدې برخه کې زموږ دولتونو د مسؤلیت احساس نه دی کړی.

ګوند د کرنیز سیاست په هکله لاندي روښانه تګ لاره لري او ورته ژمن دی. 

١_ د دولتي شاړواو ناکرل شویو ځمکو عادلانه ویش پر بې ځمکو او کم ځمکو وطن والو باندې او هغوی ته اصلاح شویو تخمونو، عصري کرنیز سامان الات، د کرنيزو افاتو په مقابل کې د درملو ویش او کارونه، د هغوی د محصولاتو لپاره مناسب زيرمتونونه او بازاریابي، په عصري تکنالوژۍ د اوبود بندونو اعمار، یو مقدار پیسي د قرض په عنوان بې له  ګټې نه  بزګرانو ته ورکول او دخارجي توکو په مقابل کې د داخلي تولیداتو حمایت او ساتنه او داسې نورې اسانتیاوې، چې په خپل وخت سره د یو کرنیز عادلانه پروګرام ترعنوان لاندې خپور او نشر شي.

٢_ د څارویو روزنه ا وپالنه د یوهېواد په اقتصاد کې خورا د اهمیت وړ برخه ده، ګران هېواد افغانستان ډیر څړ ځایونه لري. 

ګوند هوډ لري چې څړ ځایونو ته  وده  ورکړي، اصلاح شوي څاروی د بزګرانو په واک کې ورکړي، ترڅو د مالدارۍ فارمونه جوړ کړي او دهغوی محصولات لکه لبنیات، غوښې، پوستکي، وړۍ، کولمې او داسې نورو نه ګټه پورته کړي او په سپکو صنایعو کې لکه غالۍ، ټغر، لمڅي، او په چرم ګرۍ کې د څارویو د پوستکو نه کار اخیستل. 

وترنرۍ برخې ته خاصه پاملرنه او دهغې وده  او تقویه ، دا په هغه صورت کې کېدای شي چې یو ژمن دولت دې برخې ته خاصه پاملرنه وکړي او دبهرنيو وارداتو په مقابل کې د هغي مشروع حمایت وکړي.

۲- ځنګلونه:

ګران هېواد افغانستان یو غرنی هېواد دی سهیل ختیځې او شمال ختیځې برخې یې په طبیعي ځنګلونو پوښلي دي،  ځنګلونه په لرګیو سربیره، د هېواد دککړتیا او دسیلابونو د مخنیوي او دڅارویو د څړځایونو لپاره ډیره مهمه منبع ده.

یواځې  په کونړ ولایت کې په ۱۳۷۶ کال کې د احصایې له مخې ۳۳۶ زره هکتاره ځنګلونو شتون درلود او د کونړ لرګي دومره دښه جنسیت لرونکو لرګیو څخه دي چي په نړۍ کې ساری نلري، مګرمتاسفانه د کلونو راپدیخوا په بې رحمانه توګه، غیرې فني داځنګلونه چې دهېواد ملي شتمني ده له مينځه ځي اود قاچاق په ډول محلي قوماندانان،زورواکان او ټوپک ماریې دملک نه بهر وړي چې په دوبۍ کې د کونړ د لرګیو فرنیچرونه ځانته د خرڅ لاو ځایونه لري، چې پدې قاچاق کې محلي او دولتي کسان دځنځیر په شکل تر لوړ رتبه مامورینو پورې ښکیل دي، د ګاونډیو ملکونو قاچاق بران هم  ددې ناروا عمل شریکان دي او دهغه وحشي ځناورو نسل چې په همدې ځنګلونو کې یې د پیړیو پیړیو راهیسې ژوند کاوه او پخوا به د نړۍ سیلانیان د دوی لېدو ته راتلل مخ په ورکېدو دي.

د متحد ملت ګوند دریځ دادی چې مرکزي دولت باید ددې قاچاق مخه ونیسي او هغه دولتي کسان چې په دې قاچاق کې ښکیل دي دقانون منګلو ته وسپاري او دیو پلان له مخې دکرنې  وزارت د ځنګلونو ریاست په فني توګه ځنګلونه غوڅ او په عوض یې نورې ونې غرس کړي.

 ګوند د خپلې اقتصادي کړنلارې د یوې برخې په توګه، د ځنګلونو سالمه ګټه اخیستل او ساتنه خپله دنده بولي او د کارموندنې ډیر  ښه منبع  ګڼي.

۳- اوبه

ګران هېواد افغانستان د ځمکې لاندې او د ځمکې باندې ډیرې خوږې اوبه لري،  د دې اوبو ټول ظرفیت له ۷۵- ۸۰ میلیارده مترمکعبه دی، که چیرې ۷۵ میلیارده مترمکعبه ومنل شي د دې جملې نه ۱۸ ملیارده متر مکعبه  د ځمکې لاندي او ۵۷ میلیارده مترمکعبه  د ځمکې پرمخ روانې اوبه دي، چې اوس یې یواځې د ۲۴٪ فیصده مجموعې اوبو نه ګټه اخیستل کیږي او پاتې ۷۶٪ فیصده اوبه ګاونډیو ملکونو ته ځي، د کلونو را پدیخوادوخت  دولتونو  ونه کړای شوای  چې د بین المللي میثاقونو په نظر کې نیولو سره سم د ګاونډیو ملکونو سره دحساب تصفيه وکړي.

 ګوند په دي هکله پوره ژمن دی چې  له اوبو نه سالمه ګټه اخیستل د ځمکې په خړوبولو او دبریښنا په تولید کې د اقتصادي پالیسۍ یوه مهمه او ضروري برخه ده، د شهید سردارمحمد داود خان د پنځه کلن پلان له مخې، که چیرې د کونړ د سیند په سر د بریښنا بندونه جوړ شوي وای په  ختیځوڅلور ولایتونو سر بيره به بهرنیو هېوادونو ته هم دبریښنا صادرات پيل شوي وای او ورسره به په ګران هېواد کې هم د پرمختګ ډيوې بلې شوې وای .

۴- سوداګري او ټرانزیټ

کله چې انسانانو د ځمکې په سر ټولنیز ژوند پیل کړ ورسره جوخت یې راکړه ورکړه هم پیل کړه په لومړیو وختونو کې د میلاد نه مخکې دا راکړه ورکړه جنس په جنس تبادله وه که څه هم د ګران هېواد افغانستان په ځینو ځایونو کې اوس هم جنس په جنس راکړه ورکړه شتون لري.

ګران هېواد افغانستان اوس بحر ته لار نلري او په وچه کې  پروت  هېواد دی.

 د ګوند دنده ده چې دهېواد سوداګریزې چارې داسې تنظیم کړي چې په آسانۍ وکولای شي د نړۍ سره خپله راکړه ورکړه تنظیم کړي، که ګران هیواد افغانستان بحر ته لار ونلري چي دا کار هم په افغان ولس جبراً تحمیل شوی، مګر حساس جیوپولیتيک موقعیت لري، چې د اسیا زړه او د اروپا دروازه بلل شوې ، د یو درست پلان او برنامې له مخې ژمن او مسؤل دولت په اسانۍ کولای شي چې خپلېسوداګریزې چارې تنظیم کړي.

ګوند هوډ او تصمیم لري چې سوداګریزې چارې چې د اقتصادي برنامې مهمه برخه ده داسې تنظیم کړي، چې ملي ګټي په کې خوندي او کورني تولیدات په کې وده وکړي، ګوند کلک تصمیم لري او دخپلې اقتصادي برنامې یوه برخه یې ګڼي،چې د سوداګریزو چارو لپاره ټولې اوږدې او لنډې مواصلاتي لارې تر کلیو او بانډو پورې ورسوي،  هوایي ډګرونه جوړ کړي ، د اورګاډو پټلۍ تیرې کړي او ګران هېواد د ګاونډیو هیوادونو سره وصل کړي او د ګمرکي تعرفو اسانتیاوي راولي، داخلي تولیداتو نه په کلکه حمایت اوساتنه وکړي او مخابراتي سکتور ته پوره پاملرنه ولري د انټرنیټ سټلایټ سپوږمکۍ له لارې خپل مخابراتي سیستم تنظیم کړي.

۵- کانونه

زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې د اقتصاد بله پیاوړتیا د ځمکې لاندې شتمنۍ دي. 

دجیولوژیکي مطالعاتو پربنسټ شمال،شمال ختیځ، جنوب او جنوب ختیځو حوزو کې د نفتو اوګازو پریمانه زخیرې شته دي، په همدې شان د هېواد په نورو ځایونو کې د فلزاتو کانونه، لکه مس، اوسپنه، سرب، کروم، سره زر، سپين زر، پلاتین، لیتيوم، یورانیم، المونیم او همدارنګه داسې نور غیر فلزي کانونه لکه د ډبرو سکاره دچونې او ګچ تیږې، مالګه، تالک، سلفر (ګوګرد) او داسې نور کانونه او زیرمې لري، د دې په څنګ کې قیمتي او زینتي جواهرات لکه زمرد، بانجاني رنګي یاقوت، لاجورد او داسې نور هم  شته دي د دې کانونو نه ګټه اخیستل په لوړه کچه پوهې ته اړتیا لري، چې متاسفانه په مختلفو بڼو د تاریخ په اوږدو کې نړیوالو ابر قدرتونو او ګاونډیو هېوادونو د داخلي مزدورو کړیو په ملګرتیا ،نه یو پری ايښی، چې خپلې لوړې زده کړې وکړو او دعصر په تقاضا خپل ضروریات رفع کړو.

د ځمکې لاندي شتمنیو نه ګټه پورته کول د یو ملک په اقتصاد کې بنسټیز بدلون منځ ته راوړي،  اقتصاد یي پیاوړی کیږی او لاس یې د پردو د احتیاج نه خلاصيږي، د بیلګې په توګه که یواځې د اوسپنې کان په نظر کې و نیسو له ستنې نه نیولې تر پرمختللي تخنیک پورې د اوسپنې نه ګټه اخیستل کیږي د دې لپاره په سل هاوو فابریکې په کار دي، چې په زرهاوو بې روزګاره خلکو ته د کار زمینه او د ژوندانه اسانتیاوې برابریږي، خو ډیره مهمه خبره داده چې د دې شتمنیو نه ګټه پورته کول ځان ته وخت،ځانګړي شرایط او دقیقه برنامه او هراړخیز پلان ته ضرورت لري، هغه هېوادونه چي نوي له جنګ نه راوتي وي او څه ناڅه په جنګ کې ښکیل وي، لکه افغانستان چې مرکزي دولت یې ډېر کمزوری  دي،  محلي قوماندانان او زورواکان د دولتي کسانو په شمول د ځان د ګټې لپاره دکانونو په سپړنې او لیږد کې خنډونه ایجادوي، په دې کې شک نشته چې په دې کار کې ګاونډۍ کړۍ هم لاس لري. 

د لوګر د مسو کان چې په جهان کې د مقدار او جنسیت له پلوه دوهمه درجه دی او یا په شمال کې د امو د سیند د حوزې د نفتو اوګازو کانونه د همدې مشکل سره مخ دي.

 د نړۍ په نورو ځایونو کې هم داستونزه شته، لکه په افریقایي هېوادونو کې سوډان، سیرالیون او نایجریا ډیر ښه مثالونه دي، چې د پانګوالو پانګه په داسې هېوادونو کې محفوظه نه وي او مرکزي دولت دهغې نه ساتنه او حمایت نشي کولای، نو پانګوال په عوض د مرکزي دولت د هماغه محل له زورواکو سره په پټه اوښکاره تړونونه کوي چې په دې اساس ګټه یې عامه ملکیت نه دی، اوس هم زمونږ په وطن کې د ۳۱ کلونو راپدیخوا غیرقانوني کندنې کیږي، قیمتي ډبرې دلرغونو توکو په شمول چې د افغان اولس فرهنګي میراث او ملي هویت دی دقاچاق په ډول د نړۍ نورو ملکونو ته وړل کیږي،دا د دولت دنده ده چې د پانګوالو دپانګې نه پانګې دننه او که دباندې وي په کلکه ساتنه اوڅارنه وکړي، ترڅو پانګوال پدې باوري شي چې  ځان او مال یې د چور او چپاول نه په امن دی.

د دې نه علاوه چې، ګوند کانونه  د خپلې برنامې ډیره مهمه برخه بولي غواړي، چې د لاندې ټکو په پام کې نیولو سره د هغې نه په ګټه اخستلو پیل وکړي.

۱- په اوله مرحله کې په ټول هېواد کې کورني او بهرني  انجینرانو په ګډون دکانونو د قیقه څیړنه،د سیمو،نوعیت،او مقدار تثبیت کړي.

۲- په  دوهمه مرحله کې دکانونو استخراج او د هغې نه ګټه پورته کول، قراردادونه باید  شفاف او د هېواد په ګټه وي. 

۳-  دریمه مرحله  د بازار موندنې مرحله ده.

نو متحد ملت ګوند هوډ لري چې لومړی داسې ولسواک نظام اوزعامت رامنځ ته کړي چې یواځې او یواځې ملي ګټو ته ژمن وي او په ټول هېواد کې  دقانون د پلي کولو او ملي حاکمیت د تطبیق سیاسي اراده او توانمندي ولري، د دولت ټولي کړنې، معاملې او قراردادونه د افرادو، شرکتونو دکورنیو او بهرنیو او باندنیو هیوادونو سره د یو  روڼ تعامل له مخې د جانبینو د ملي ګټو  پر بنسټ د ټولو هېوادوالو او میشتو قومونو په پوره قناعت او اطمینان سره ترسره شي.

زمونږ هېواد افغانستان ته د آزاد بازار په نوم یوه رقابتي راکړې ورکړې پاليسي د پردیو هېوادونو نه راوړل شوې، چې ګواکې عاموخلکو ته به ګټه وکړي، مګر له بده مرغه د دوی په زیان تمامه شوه  او انحصاري بڼه یې غوره کړه، وړه بورژوا یا د منځنۍ کچې اقتصاد او غټو تجارانو د انحصاري عمل په ترڅ  کې له منځه لاړل، خو دا باید ونه ویل شي چې د ازاد بازار اقتصاد ښه یا خراب دی، د ازاد بازار سیاست د هرې ټولنې دځانګړي ټولنيز  او اقتصادي جوړښت له مخې د پلي کېدو وړ دی، نه يوازې ازاد بازار، بلکه متمرکز یا دولتي او مختلط اقتصاد هر یو ځانته ځانګړي شرایط لري د اقتصادي آزادبازار لپاره دا پنځه لاندي شرطونه  ضروري او لازمي دي چې د د هر یو په نشتوالي سره دګوډ آزاد بازار اقتصاد په نامه یادیږي چې ترمنزله رسیدی نشي.

دا پنځه شرطونه په دې ډول دي :

۱- غښتلی باثباته او ژمن دولت.

۲- قانون او دهغه تطبیق.

۳- امنیت.

۴- بنسټونه.

۵- د ازاد بازار دود.

اوس ویلای شو چې نه غښتلی  دولت لرو او نه د دولت سره د قانون دپلي کېدو وړتیا شته، نه امنیت شتون لري او نه زمونږ په پانګوالو کې د آزاد بازار کلچر شته، دآزاد بازار د کلچر د نه شتون له امله پانګوال انحصاري عمل کوي او یواځې د اوس لپاره زمونږ په هېواد کې د آزاد بازار بنسټونه وجود لري، پورتني شرطونه نړیوال شرطونه دي اوس نو خپله قضاوت کولای شو چې ایا د ازاد بازار اقتصاد زمونږ په شرایطو کې مناسب دی او که نه؟

په کلي تعریف کې  دا ویلای شو چې هر هغه اقتصادي نظام چې بهتر وکولای شي د ټولني ضروریات او اقتصادي غوښتنې  پوره کړي هماغه د تطبیق وړدی. که د ازاد بازار يامختلط  اقتصادي نظام وی اویامتمرکز دولتي اقتصادي نظام وي.

ګوند له هر اړخیزې مطالعې او څیړنې وروسته ، په دې باور دی چې یواځې زموږ د هېواد په اوسنيو شرایطو کې د مختلط نظام  اقتصاد (خصوصي ملکیت + دولتي ملکیت)د تطبیق او منلو وړدي. 

ادم سمیت چې د آزاد اقتصاد بازار لومړنی بنسټ ایښودونکی دی په خپل مشهور اثر دملتونو پانګه په نامه کې لیکي چې: (( د دولت مداخله په اقتصادبازار کې منفي کیدای نه شي او وایي چي آزاد اقتصادي بازار متحجر  نه دی او په مختلفو حالاتو کې تغیر مومي چې  همدې حالت ته د تکامل پړاونه وایي.

دمثال په توګه  دچین دولت د ۱۹۷۸ م کال نه راپدیخوا د مختلط اقتصادي نظام چې مرکزي دولت په  خصوصي پانګوالو کلک نظارت او څارنه کوي او د داخلي تولیداتو په ټول قدرت ساتنه او حمایت کوي ، مونږ او تاسود چین د اقتصاد د پرمختګ شاهدان یو.

ګوند ژمن دی چې په اقتصادي ډګر کې داسې لارې چارې مخ ته کړي، چې د خلکو په اقتصادي ژوند کې ښکاره او مثبت بدلون راشي، داخلي تولیداتو ته وده ورکړای شي او حمایت شي او د تجملي،غیرضروري او قاچاقي توکو مخنیوی وشي.

ج : دبهرني سیاست په برخه کې 

۱_ افغانستان د جیوپولتیک موقعیت له نظره د تاریخ په اوږدو کې د ډیروکړاونو او ستونزو سره مخامخ شوی، په دی اساس دګران هېواد افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت، استقلال، اقتصادي پرمختګ اوسیاسي وړتیا اوتل پاتې سولې ته درسیدو په موخه په کاردی، افغان دولت باید هیڅ نظامي تړون کې غړيتوب ونه لري او نا پيلې تګلاره غوره کړي.

 د نړی هېوادونو سره د افغانستان ستراتیژيکې اړيکې په نظامي تړونونو کې د ورګډېدو مانا نه لري له هر هېواد سره ستراتیژیک تړون بيله ځانګړتيا لري.  

۲- غواړو چې  د نړۍ د ټولو هېوادونو سره  دمتقابل احترام او ملي ګټو پر بنسټ، سوله ایز ژوند وکړو. 

ګاونډي هېوادونه له مونږ سره ژبني، کلتوري، تاریخي او مذهبي اړيکې لري، له دوي سره په سوله ایز ډول اوسیدل د دواړو لورو په ګټه دی. 

۳- مونږ غواړو چي هېوادونه خپل منځي ستونځې د خبرو او دیپلوماتیکو اصولو له مخې حل کړي، د نظامي قدرت استعمال د ستونځو اواختلافاتو د حل منطقي لاره نه ده.

۴- په نړۍ کې د تسلیحاتي مسابقو د ختمیدو غوښتونکي یو اود بشري حقوقو ترنامه لاندی باید سیاسي ګټې نه وي نغښتې اوهمدارنګه د شعار په توګه له هغه نه ،ناوړه ګټه پورته نه شي.

۵-  دملګرو ملتونو پریکړو اومیثاقونو ته کاملا  ژمن یو اوپه عمل کې دهغې پلي کول غواړو.

۶- د متحد ملت ګوند د داسې یو دولت غوښتونکی دی چې ملي حاکمیت او دخلکو اراده پکی شتون ولري، د استبدادي او تحمیلي نظامونو کلک مخالف دی.

 

ومن الله التوفیق

 
نوي موضوعات :