Your add here

ملګري ملتونه: طبعي شتمني او سوله تړلي دي

ملګري ملتونه: طبعي شتمني او سوله تړلي دي
د نومبر شپږمه په جګړه ييزو سيمو کې د ژوند له چاپيريال نه د ګټې اخستو د ورځې سره برابره ده. ملګري ملتونه وايي که طبعي شتمنۍ ، چې د انسانانو ژوند او چاپيريال ورپورې تړلى خوندي نه شي، سوله نه شي راتلى.

نعمت الله کرياب پخپل راپور کې د افغانستان په ختيځ او جنوب ختيځ کې د ځنګلونو په اړه په خپل راپور کې وايي، په تيرو جګړيزو کلونو کې د ژوند چاپيريال او په دې برخه کې ځنګلونو ته دروند زيان اوښتى دي
جګړې او کړکيچونه هسې، چې د انسانانو ککرۍ رژوي، ورسره جوخت د ژوند چاپيريال او له دغې ډلې ځنګلونو د اوبو سرچينې او د انساني ژوند نورې برخې هم له منځه وړي.

ملګرو ملتونو پخپلو موندونو کې ويلي، چې په تيرو ۶۰ کلونو کې د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې کورني کړکيچونه تر ډيره د طبعي شتمنيو پر سر راپورته شوي،چې په کې سره زر، الماس، کرنيزې ځمکې او داوبو زيرمې راځي.

که څه هم په افغانستان کې روانې جګړې ظاهرآ د طبعي شتمنيو پر سر نه دي راپورته شوي، خو د جګړو له امله د ژوند چاپيريال او له دې اړخه ځنګلونو ته دروند زيان ور اوښتى.

د افغانستان د ختيځو او جنوب ختيځو ولايتونو کونړ، نورستان، پکتيا او پکتيکا استوګن وايي په تير کې حکومت، نه يوازې ځنګلونه وساتلې شول، بلکې د جګړو له امله د ځنګلونو ډيره برخه له منځه لاړه.

د کونړ يو اسيدونکى علې احمد وايي د روسانو د يرغل پر مهال او راوروسته وخت کې، چې څومره ځنګلونه سوځيدلي د هغه څو برابره د ناامنيو پر مهال ريبل شوي، له منځه تللي او بهر ته وړل شوي.

د کونړ د کرنې او مالدارۍ چارواکي وايي د ټولو هڅو سره سره لا هم په دې نه بريالي شوي چې د پاتې ځنګلونو د پرې کولو مخه ونيسي.

عبدالغياث صديقي د کونړ د کرنې او مالدارۍ د چارو رييس وايي د ځنګلونو د بيا راټوکيدو په نيت ېې په يو شمير سيمو کې د ځايي خلکو په مرسته تخمونو کرل پيل کړي.


ملګري ملتونه وايي که د انساني چاپيريال سرچينې له منځه لاړې شي د سولې راتلل هم ناشونې کيږي

ښاغلى صديقي وايي په تيرو دوه، درې کلونو کې د جګړو او توپونو د لګيدو له امله لسګونه هکتاره ځنګل سوځيدلى دی.

چارواکي وايي چې په تيرو ۳۰ کلونو کې د افغانستان په ختيځو او جنوب ختيځو ولايتونو کې ۷۰ يا ۸۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللې او پاتي ۲۰، ۳۰ سلنه هم دورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي، چې حکومت ېې د بيرته را زرغونېدو لپاره ډير څه نه دي کړي.

د نرنګ ولسوالۍ يو اوسيدونکى، چې پخپله هم د نخترو لرګي پيرې اوپلوري وايي که حکومت دلرګيو په قاچاق کې لاس ونه لري، خلک ېې نه شي کولى.

د ځنګلونو پلور او پريکول اوس د يوه کاروبار بڼه خپله کړې، د ډيرو باور دادې تر هغې چې حکومت دليرې پرتو سيمو خلکو ته د کار زمينه برابر نه کړي او ځنګل وهوونکي له ګريوانه را ونه نيسي د چاپيريال خونديتوب ناشونى دى.

ملګري ملتونه وايي د چاپيريال خونديتوب ته ېې د دې لپاره پام ډير کړى چې له دې اړخه په يو شمير هيوادونو کې د ځمکو او سرچينو پر سر شخړې را منځ ته کيږي.

ملګري ملتونه همدا راز وايي که چيرته د انساني چاپيريال سرچينې له منځه لاړې شي د سولې راتلل هم ناشونې کيږي

 

نوي موضوعات :