Your add here

کابل- د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند انجنیر ضرار احمد مقبل عثماني نن د دغه وزارت کارکوونکو ته په رسمي توګه معرفي شو.

 ۱۳۹۲ لمریز کال د لړم ۷ مه
کابل- د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند انجنیر ضرار احمد مقبل عثماني نن د دغه وزارت کارکوونکو ته په رسمي توګه معرفي شو.
په دغه محفل کې چې د دغه وزارت د مشرتابه پلاوي او کارکوونکو په ګډون د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو په سالون کې جوړ شوی وو، د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال عبدالحی حیدر، د ملي امنیت د لوی ریاست مرستیال جنرال حسام الدین مرزي او د حکومت او دولت نورو کارکوونکو ګډون کړی وو.
د چارو د ادارې د پالیسۍ مرستیال، سید ولي سلطان، د ښاغلي عثماني د ټاکنې په هکله د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس جلالتمآب حامد کرزي حکم حاضرینو ته قرائت کړ. په دغه حکم کې راغلي: (( د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۱ فقرې پر بنسټ او د بهرنیو چارو وزارت د اړوندو چارو د مخته وړلو په موخه، د ملي شورا د ولسي جرګې له خوا د تائید د رای اخیستلو او د بهرنیو چارو وزارت د نوماند وزیر د لوړې مراسمو تر سرکولو پورې، د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند په توګه د ښاغلي ضرار احمد مقبل عثماني ټاکنه منظوره ده.))
د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته د دغه وزارت د سرپرست د معرفي کولو په لړ کې، ښاغلي ارغندیوال په تیرو کلونو کې د بهرنیو چارو وزارت د دیپلومات، د پروان د والي، د کورنیو چارو د وزیر او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د وزیر په توګه  د ښاغلي عثماني خدمتونو او د پام وړ لاسته راوړنو ته اشاره وکړه. ښاغلي ارغندیوال ډاډ څرګند کړ چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست د زیاتې تجربې او هیواد، ملت او دین ته د هغه ژمنتیا به د هیواد په دغو حساسو او حیاتي شیبو کې د هیواد د بهرني سیاست په اغیزمنه توګه مخته وړلو کې مرسته وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د مشرتابه پلاوي او کارکوونکو ته په خپله وینا کې، انجنیر عثماني په ده باندې د هیواد د جلالتمآب جمهور رئیس او مرستیالانو له باور نه مننه وکړه، په تیره لسیزه کې یې د هیواد  د بهرني سیاست په دستګاه کې د هیواد د پخوانیو بهرنیو چارو وزیرانو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه. نوموړي وویل: "د تیرو لسو کلونو په ترڅ کې د نړۍ له نورو هیوادونو سره د نیکو اړیکو د جوړولو له امله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو څخه مننه کووم.
غواړم چې د ډاکټر صاحب زلمي رسول، ډاکټر صاحب سپنتا او ډاکټر صاحب عبدالله نومونه واخلم چې وې کولای شول له نړیوالې ټولنې سره ډیرې نیکې اړیکې جوړې کړي او نن ورځ په نړیواله ټولنه کې افغانستان ډیر ښه ځای ولري."
انجنیر عثماني ټینګار وکړ چې د بهرنیو چارو وزارت د تصدۍ په لړ کې به د نورو کاري لومړیتوبونو ترڅنګ د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا، له ګاونډیو هیوادونو، اسلامي نړۍ او عربي هیوادونو او د افغانستان د نړیوالو متحدینو سره د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا تمرکزي وکړي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همداراز وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د ټولو کارکوونکو د ظرفیت پياوړتیا او د مرکز او افغانستان نه د باندې د سیاسي او قنسلۍ د استازولیو ترمنځ د ښو کاري اړیکو برابرول به د هغه د کاري اجنډا په سر کې ځای ولري.
په پای کې د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال د دغه وزارت د کارکوونکو په استازولۍ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته هرکلی وویل او نوموړي ته یې د هیواد په داخل او بهر کې د بهرنیو چارو وزارت د ټول پرسونل ژمنیتا او د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوي موضوعات :