Your add here

د افغانستان د متحد ملت ګوندد موجوديت د اعلان په هکله يوه لويه ملي سرتاسري غونډه جوړيږي

د کندهار د خلکو ټاکل شوی استازی او د افغانستان متحد ملت ګوند مشرږ.ګرانو دوستانو او ملګرو په نيږدي راتلوونکي کې په کابل کې د افغانستان د متحد ملت ګوند
 د موجوديت د اعلان په هکله يوه لويه ملي سرتاسري غونډه جوړيږي چي پدي ملي لويه غونډه کې به د متحد ملت ګوند خپله تګلاره او کړنلاره او ملي اهداف خپلو هيوادوالو ته اعلانوي هغه دوستان چې غواړي پدي غونډه کې راسره کډون وکړي په ډير احترام ورته ښه راغلاست وايو او د دي ترڅنګ ټولو دوستانو ته دا اطمينان ورکوو چې زموږ هدف اومقصد فقط اوفقط د افغان اولس د خدمت کولو په موخه مبارزه ده زه د ټولو افغانانو څخه هيله کوم چي د وخت څخه مخکي هغه شخص ته چي غواړي خپلو هيوادوالو خدمت وکړي او حسن نيت لري د دي پرځاي چي ورباندي شک او شبهه وکړي ورسره همکاري وکړي دا ځکه چې زه او زما ملګري غواړو چي ستاسو په همکاري باندي په افغانستان کې داسي يو سياسي ملي سرتاسري حرکت شروع کړو چي زموږ د ملت د بي باوري او عدم اعتماد فضاء څومره چي امکان لري ختمه کړو.في الحال ترټول لوي مشکل چي زه او زما ملګري ورسره مخامخ يو هغه د ملګرو او افغانان بي باوري او عدم اعتماد دي چي دا بي باوري او عدم اعتماد د دي سبب شوي چي هيڅوک د خدمت کولو جرائت نشی کولای خو موږ د الله ج په توکل او د افغان اولس ته داميد په سترګو ګوروچي ترڅوزموږ پردي سياسي او ملي حرکت باندي باوروکړي او موږ ورته په کډه سره خدمت وکړو په اخر کې يواري بيا د ټولو هغه دوستانو څخه هيله کوم چي يا دفيسبوک له لاري او يا هم په مخامخ کيناستلو سره راسره وويني ترڅو يو په بل باور او اعتماد وکړو اوهغه کار چې د ملت په کټه نه وي او يا خداي ناخواسته زموږ څخه يا په خطا يا قصد سره ترسره کيږي تاسو کولاي شي چي دهغي شي مخنيوي پداسي حال کې وکړي چي په هغي غونډه کې موجود ياست دا چې موجود نه وې کيداي شي چي کله نا کله داسي يو کار يا اشتباه په قصدي او يا خطايي ډول ترسره شي چي هغه اشتباه دملت د ناراضيتي او خفکان موجب وګرځي زما هيله ده چي پرځاي د دي چي تنقيد يا شک وکړو بايد د عمل په ډگر کې د ناخوالو او غلطو برنامو او پروګرامونو د جوړولو او عملي کولو مخه ونيسو
 په اخر کې ګرانو ملګرو او دوستانو هرڅوک چي پدي ملي غونډه کې د کډون يا اشتراک کولو هوډ لري خپل ايميلونه او د تليفون شميري د فيسبوک په پاڼه راسره شريکي کړي
 په درناوي
 په ولسي جرګه کې د خلګو استازي او د متحد ملت ګوند رئیس
 عـــــــــــبد الرحــــــــــــــــيم ایوبی

نوي موضوعات :