Your add here

امرخېل:رسنۍ دي د انتخاباتي مبارزو پر مهال بې طرفه پاتي سي

امرخېل:رسنۍ دي د انتخاباتي مبارزو پر مهال بې طرفه پاتي سي  
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون د دارالنشا مشر وايې چې په افغانستان کې دي خپلواکي او نوري رسنۍ د خپل ور سپارل سوي مسوليت له مخي د ټاکنو په برخه کې کار وکړي او د کوم کانديد په ګټه او زيان دي خپروني نه کوي

هغه ويلي دي چې ټولي رسنۍ دي د ټاکنو د کميسون سره مرسته وکړي تر څو د عامه پوهاوي په برخه کې پروګرامونه پلي کړي او خلک په دي وپوهوي تر څو په راتلونکو ټاکنو کې رايې استعمال کړي.

د دارالنشاء مشر ضياء الحق امرخېل نن په کابل کې په يوه بحث کې د خبرو پر مهال وويل چې رسنۍ بايد بې پلوه پاتي سي او کانديدانو ته په ګټه او زيان کمپاين ونه کړي.

ده وويل چې تمه لري د رسنۍ مسولين به يې په خبرو عمل وکړي  او هغه ژمنه به پوره کړي کوم چې د ټاکنو د کميسون سره يې کړي ده.

د امر خېل په وينا چې رسنۍ کولاى سي د راتلونکو ټاکنو په اړه خلکو ته پوهاوى ورکړي او د شفافو ټاکنو په برخه کې له دي کميسون سره مرسته وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کميسون د قانون له مخې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو کاندیدان باید د دلوې د میاشتې په دیارلسمه او د ولایتي شوراګانو کاندیدان د حوت په دیارلسمه نیټه خپل رسمي کمپاینونه پیل کړي.
د ټاکنو کميسون وايې اوس مهال ځینې داسې شکایتونه سته دي چې د فیسبوک او ټویټر د ټولنیزو شبکو په ګډون په ځینو خصوصي رسنیو کې د ځینو کاندیدانو په ګټه لا له مخکې نه تبلیغات پیل سوي.

که څه هم په افغانستان کې ډېري زياتي داسې رسنۍ سته چې په اشخاصو پوري تړلي وي ولي مهمه داده چې د کمپاينونو پر مهال د خلکو په سترګو کې خاوري ونه شيندل سي.

په افغانستان کې سره له دي چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو ټاکنو ته ډېر زيات کسان دريدلي دي ولي په دي کې ډېر يې په مخکنيو کلونو د افغانانو سره ظلمونه کړي دي او په دي هېواد کې يې ورانۍ را منځته کړي دي.

د انتخاباتي مبارزو پرمهال د رسنیو بازار ډیر ګرم وي او داسې شکایتونه سته چې یو شمېر خصوصي رسنۍ په تیره چې سیاسي ګوندونو او اشخاصو پورې تړاو لري د ځینو ځانګړو کاندیدانو په ګټه تبلیغات کوي

.بايد وويل سي چې د تېرو دوهمي دوري ټاکنو پر مهال هم ځينو رسنيو کمپاينونه کول په داسې حال کې چې هغه مهال هم د ټاکنو د کميسون او د چارو د څيړونکو له لوري ګڼي رسنۍ تر نيوکي لاندي راغلي وي.

نوي موضوعات :