Your add here

پر روغتيا د نشه يي توکيو ناوړه اغېزې

پر روغتيا د نشه يي توکيو ناوړه اغېزې        
د نشه يي توکيو تر نامه لاندې يو زيات شمېر توکي شتون لري، خو ترياک د هغوی تر ټولو ډېر معمول دي  او په هېواد کې يې خلک هم ډېر کاروي.
که څه هم په نشه يي توکيو اعتياد کسان په ښکاره توګه له دې خوند اخلي، خو هغوى په ځان نه پوهېږي، او څو ورځې مخکې وروسته نه يواځې له ټولنې څخه يې اوباسي بلکې په داسې ناروغيو يې اخته کړي، چې بيا يې د رغېدو ډېرچانس نه وي او ډېرى نشه يان بيا ددرملنې وس نه لري او د پلونو ، خرابو او کنډوالو کې ساه ورکړي.
د هېواد تکړه روغتيا پيال  او په روغتيايي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر فيض  الله کاکړ پر روغتيا باندې د نشه يي توکيو دناوړه اغېزې په اړه وايي چې پر روغتيا د ترياکو د کارولو د اغېزو د را څرګندېدو موده پدې پورې اړه لري چې نوموړي توکي څه ډول بدن ته رسېږي. کله چې و څکول شي نو پر روغتيا يې اغېزې ژر را برسېره کېږي، ځکه د افيونو کيمیاوي توکي سږو ته تېرېږي او هلته بيا ډېر ژر  د وينې د رګونو پواسطه جذبيږي او مغږ ته لېږدول کېږي. 
ډاکټر کاکړ زياتوي چې د ترياکو اغېزې هغه مهال چې وخوړل شي  ډېر ورو راڅرګندېږي، ځکه چې هغه بايد بيا له معدې او کولمو څخه ځيګر ته ځي او له هغه وروسته بيا دماغ يا مغز ته ځي. د هضم بهير د نشه يي توکيو اغېزه ځکه کموي چې هغوی بايد له يو زيات شمېر غړو څخه وړاندې تر دې چې د وينې په جريان کې جذب شي، تېر شي.
د تارياکو استعمال سره ساه ايستل ورو کېږي او او د سترګو کاسې واړه کېږي، په مغز کې بيا ترياک د آخذو سره يو ځای کېږي چې بيا له هر شي څخه خوند ترلاسه کوي. دا ځکه چې ترياک نوموړې آخذې تر فشار لاندې نيسي او دومره زياته مزه او خوښي تولېدېږي چې د انسان بدن يې په په يواځې توګه نه شي توليدولی.
ډاکټر فيض الله کاکړ وويل چې ترياک همداراز په کولمو کې د عضلو د حرکت مخنيوی کوي او دا کار بيا د قبض لامل کېږي. د ټوخي پر مهال د ترياکو کارول په ځانګړې توګه څکول، پر مغز اغېزه کوي او ټوخی دروي او کېدای شي چې خوله او په پوزه کې شته پټې پردې وچوي. د ترياکو  د کارولو اغېزه تر څلورو ساعتو پورې پاتې کېږي.
هغه وايي چې د ترياکو دوامداره کارونه دوه اغېزې لري: ۱) زغم زياتېږي او د هغوی زياته کارونه لږ اغېزه لري ځکه چې بدن ورسره آشنا کېږي او لږه اندازه پرې ژر اغېزه نه کوي، ۲) د اوسېدو ټوله اتکاء يې د نشه يي توکيو پر کارولو وي او تل يې زړه ورته کېږي چې هغه و کاروي.  کله چې خلک زيات ترياک و کاروي او يا يې زيات کاروي، نو دوی باالاخره د يوه داسې حالت سره مخ کېږي  چې بيا هره  شېبه ترياک وکاروي کنه نو طاقت يې نه کېږي.  دا کار کېدای شي چې خلک د مرګ تر خولې پورې ورسوي ځکه دوی په ښه توګه سره ساه نشي ويستلای او  د دمې د ايسارېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د افيمو په موجوديت کې د انسان مغز د خوند او خوښۍ د راپيدا او ډېرولو چارې په ټپه دروي.  ځکه نو د بدن پاتې غړي هم د مخدره توکو د موجودیت سره خپل ځان عیاروي او ورسره عادي کېږي.
کله چې د افيمو کارونکی د هغه د کارولو څخه لاس په سر کېږي، نو د هغه په  بدن کې د اعتياد د پرېښودلو يو لړ علامې را څرګندېږي چې د زکام ته ورته والی لري. په دې نښانو کې د سترګو څخه د اوبو تلل، د پزې بهېدل، عطسه کول يا ارږمی ايستل، د عضلو درد، غېر ارادي حرکات، تشويش يا اندېښنه، احساساتي والی، نس ناستی يا اسهال، بيخوبي او د ساړو پر مهال خولې شتون لري. دا نښانې له دريو تر پنځو مياشتو پورې دوام کوي.
ډاکټر فيضل الله کاکړ وايي ، که چېرې د ترياکو پرېښودل د زکام د لنډې مهاله ناروغۍ په شان وای چې ژر ښه کېږي، نو اعتياد به يوه ستره ستونزه نه ګڼل کېده. که څه هم د افيمو يو شمېر کاروونکي د اوږدې مودې لپاره د تشويش، خفګان، او د ژوند څخه د لږ خوند وړلو د ستونزو سره مخ کېږي. دا داسې يوه ستونزه ده چې معتاد شخص يو ځل بيا د هغه د څخه د خلاصون لپاره د اعتياد لوري ته کاږي.  د ترياکو اعتياد  کولای شي چې د ټولنې يو سم وګړی په يوه جنايت کار باندې بدل کړي ځکه چې هغوی د مخدره توکو د ترلاسه کولو لپاره له هرې ممکنه لارې څخه کار اخلي

نوي موضوعات :