Your add here

د افغانستان یوازینې ستور مزلی ښاغلي عبدالاحد مومند

د افغانستان یوازینې ستور مزلی ښاغلي عبدالاحد مومند دافغانستان دقهرمان اولمړنی ستورمزلي عبدالاحد مومنددجگړې قهرمان نه بلکې لومړنۍ افغان ووچي دهغه وخت دشوروی نظام په مالي اومادي مرسته ئې فضا ته سفر وکړ اوپه خپل دې سفرسره ئي نه يوازي داچي دافغانانواستعداد اوتوانايي نړيوالونندارې ته کښيښودله بلکې ټوله نړۍ پدې خبره سوه چي يوافغان هم فضاته پورته سواو پدې بڼه دعلم اوپراکتيک په ډگر کښي افغانان دنيک نامۍ اوسرلوړی لامل شو هغه لمړ نۍ افغان وو چي ديوه مسلمان په توگه ئي په نړيوال فضايي ستېشن (تم ځاي )کښي دقران کريم څومبارک آياتونه تلاوت کړه .ښاغلی عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹ز کال دنومبر دمياشتي په لمړۍ ورځ د غزني ولايت د سردې د کلي د محمد سرور په متدينه کورنۍ کښي کې دنياته سترگي غړولې دي .ابتدايه زده کړې يې تر ديم ټولگۍ پوري د سردې کلي په ابتدائيه ښوونځۍ او وروسته د غزني دسلطان شهاب الدين ليسه کي شامل سوی اوبيا د کابل دحبيبې ليسې کښي زده کړوته دوام ورکړ چي په ((۱۹۷۶)) زکال دحبيبې دليسې نه فارغ اودکانکورتر آزموينې وروسته د کابل د پولي تخنيک انستيتوت کښي دجيولوجي په انستيتيوت کي عالي تحصيلاتوته تر دوهم صنف پوري دوام ورکړ . ښاغلی مومندپه ۱۹۷۸ ز کال د پيلوټۍ په برخه کې دزده کړو لپاره شوروي اتحاد ته ولېږل سو،چي په ۱۹۸۱ زکال ئې دکراسنودار اوکيف په پوځی هوايي مسلکي مکتب کښي د پيلوټۍ په برخه کي مسلکي زدکړي په برياليتوب سره پاي ته ورسولېاو وطن ته رستون سو . ښاغلى عبدالاحد مهمند هيواد ته له راستنيدو وروسته او له ۱۹۸۱ نه تر ۱۹۸۴ کال پوري د بگرام په هوايي ډگر کې د هوايي قواوو د پيلوټ په توگه دنده سرته رسول . د ۱۹۸۴ زکال نه تر ۱۹۸۷ زکال پورې د لوړو اومسلکی زده کړو لپاره دوهم ځل داوکراين هيواد د کيف په ښارکي ديوري گاگارين په نوم پوځی هوايي اکاډمي کښي عالي اومسلکي تحصيلات وکړل زموږ په اند ٢٥ کاله وړاندي كيهان ته د لومړني افغان ستورمزلي ياكيهانورد اوڅېړونكي الوتنه زموږ د ډېر شاته پاتې هېواد غيرتی ولس لپاره يوه ډېره په زړه پورې وياړلې اوکم پيدا پېښه وه ،چې زموږ د هېواد په تاريخ كې به دتل لپاره دټول افغان ولس دوياړلې ملي خاطرې په توگه ژوندۍ پاته وي ښاغلی مومند وايي زماسفر دوې موخې درلودې ،يوه سياسي اوبله علمي اوتحقيقاتی : په سياسي برخه کښي ماله کيهان څخه دهغې تشی څخه دنړئ ټولوحارواکو،زبرځواکو اوافغانانوته پيغام وړاندي کړ چي زموږ په هيواد افغانستان کښي نوری سيالی بندي اوجگړه پايته ورسوی .مادوي ته په خپل پيغام کښي په روښانه ټکو داخبره وکړه چي موږ افغانان له جگړې ستړي اوسولي ته اړتيالرو ،که تاسو زموږ سره مرسته کوی نودسولي اوثبات راوستلوپه لارکشي ئي راسره وکړی .دادی اوس هم افغان دسولي تږي دي اونړيوال ه پدې پوهېدلي چي سوله دملي تفاهم له لاري راتلاي سي اوسوله نه يوازي دافغانانوبلکي دټولې نړۍ په ټه ده . دوهمه برخه علمی تحقيقات وه دې برخې دوه جزه درلودل : اول : پدې برخه کښي موږ دطبي تحقيقاتوله مخې دپيلوټانودفزيکي جوړښت دمختليفوبرخو په هکله څېړنې کولې ،دبېلگې په توگه يوپېلوټ په هواکښي څنگه خوب کوي ،دده زړه څنگه فعاليت کوي اوداسي نوري څېړنې وې . دوهم : دابرخه ترډيره بريده زمادنده وه م دځانگړوتخنيکي وسائيلواوکامروپه مټ دافغانستان دخاوري عکسونه واخيستل ،پدې عکسونه معلوميږي چي په افغانستان کي تر مځکې لاندي کومي زيرمي اوچيري سته ،ترمځکه لاندي اودمځکې پر سر اوبه ،هغه سيمې چي تل په واوروپوښتل سوې وي . ددغوعکونه بيادطبعي زخيروپه پيداکېدو،سپړلو کي استفاده کيږي . ماداټول عکسونه واخيستل ،کله چي مي داعکسونه اخيستل افغانستان دومره ښکلۍ هيواد دی چي تصورئي نه کيږي . هغه وايي ددې ښکلا ليدل دالوتکي اويادمځکې پر مخ ليدل ناممکن دی ،ددې خلانه دافغانستان ښکلا يوه جالبه منظره اونه هېرېدونکې خاطره ده. متاسفانه زموږپه هيوادکښي هرڅه داډيالوژی ،سياسي،مذهبي اونوروسمپاتيواوانتي پاتيو،قومی اوژبنی اړېکوپر بنيادارزول کيږي ،همدا دليل دی چي دافغانستان لمړنۍ ستورمزلی ددې پر ځاي چي دهرچاپه حاکميت کښي ئي بايد ديوملي سمبول اوملي وياړلي څېرې په توگه درناوي سوی واي ،دنوروعادي روڼ اندوپه ډول دوطن پرېښودلوته مجبور سو. هغه المان ته مهاجر سواودافغان چارواکوتل لپاره هيرسو.

ستاسوراليږل شوي نظرونه:

خپل نظر ولیکی

قبل از ارسال نظر تان باید نظر خود را حتماً تماشا کنید.





نوي موضوعات :