Your add here

د سیمې هېوادونو چټکې اقتصادي ودې او د امریکې تابیاوې!

د سیمې هېوادونو چټکې اقتصادي ودې او د امریکې تابیاوې! په یوې ویډېو کښې، د ځینو هېوادونو په تړاو د دوی د اقتصادي ودې( economic growth) او یا د (GDP=gross domestic product)، د چټکې ودې پر بڼسټ وړاندوینې شوې وې او د هغو هېوادونو نوملړ یې جوړ کړی وو؛ کوم چې د همدې (GDP) د ودې پر بڼسټ، په کال ۲۰۵۰، م کښې به د نړۍ په کچه، بډایه هېوادونه شمېرل کیږي. په دې ویډېو کښې یې داسې څیړنېزې وړاندوینې کړې وې؛ چې په کال ۲۰۵۰م کښې به، چین د نړۍ په کچه لومړۍ درجه بډایه هېواد وي، هندستان به د نړۍ په کچه، دوهمه درجه بډایه هېواد وي، هغه هم، په داسې حال کښې چې امریکا به، د نړۍ په کچه، درېمه درجه بډایه، هېواد شمېرل کیږي. رېښتیا هم! که چېرې د لویدیځ په تېره بیا د امریکې، د اوږدمهال پاتې کیدلو لېوالتیاوې په افغانستان کښې درکې کړو او د دوي، هاغه د افغان ـ روس جګړې پر مهال درندې پانګې اچونې، او د روانې جګړې غزول او ملاتړ ښه په ځیر وڅېړو او پرې ژور فکر وکړو؛ نو دا خبره کره کوي؛ چې امریکه د ګڼو اقتصادي، جیوپولیتیکو اړینو اړتیاوو او دلایلو پر بڼست، د سمیې په کچه په افغانستان کښې، په اوږدمهاله توګه، د پاتې کیدلو هوډ لري او دې ته یې ګڼې پروژې؛ لکه د روانې جګړې ملاتړ او غزول، د سیمې په کچه د هېوادونو ترمېنځ د تاوتریخوالي هڅې او ګڼ نور تکتېکونه او پروژې یې په لاره اچولې دي؛ ترڅو د سېمې په کچه، د چټکو اقتصادي ودو لرونکو هېوادونو څارنې وکړای شي او د افغانستان سره، د راکړې ورکړې په معیارونو سمبال، اوږدمهال د ګټو وېشنې ملګرتیا ولري؛ ځکه دوي درکه کړې وه/ده، چې د افغانستان د اقتصادي ـ طبعیې منابعو او زېرمو سربیره، د افغانستان جیوپولیتیک موقعیت د دوي په ګټه سترې بریاوې زیږولۍ شي!

نوي موضوعات :