Your add here

ولسي جرګې له امريكا سره د افغانستان د امنيتي تړون د څرنګوالي په اړه

ولسي جرګې له امريكا سره د افغانستان د امنيتي تړون د څرنګوالي په اړه د معلوماتو د وړاندې كولو په موخه د جمهوري رياست د ملي امنيت شورا سلاكار، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال، د ملي دفاع وزارت لوى درستيز او د ماليې وزارت د ګمركونو مرستيال رابللي و.
په غونډه كې، چې د ولسي جرګې د دويم نايب ډاكټر محمد صالح سلجوقي په رياست جوړه شوې وه، وكيلانو په امتيازي وخت كې د خپلو موكلينو د سيمه ييزو ستونزو په اړه خبرې وكړې، د نشه يي توكو د كښت د زياتوالي، د كوكنارو د بديل د نشتوالي، له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت د  كم كارۍ، د هيواد په سويلي ختيځ كې د درې سرتيرو د وژلو، د يو شمير ولايتونو د لويو لارو د تړل كيدو، په غور، دايكنډي او باميانو كې د وچكالۍ، په ځينو سيمو كې د حيواني نارغيو د خوريدو، د سونګ توكو د بيو د لوړيدو او له زيانمنو ولايتونو سره د مرستو د رسولو په برخه كې د بيړنيو حالاتو د كميټې د نه پاملرنې له امله انديښنه وښوده، له چارواكو ددې ستونزو او انديښنو د لرې كيدو غوښتونكي شول.
يو شمير وكيلانو په ايران كې د ميشت افغان كډوالو د ستونزو او دغه راز د هيواد د تداركاتو په قانون كې د شته ستونزو يادونه وكړه، ورسره جوخت يې د رسنيو په ناستو كې د پوځي اسرارو د په ډاګه كيدو، د فراه ولايت د زندانيانو ستونزو او اعتصاب ته د نه پاملرنې، د زندان د مسوولينو له لوري د جمهوري رياست د فرمانونو او حكمونو په پلي كيدو كې د بډو اخيستو او بې عدالتۍ او ددغه ولايت د برېښنا د بيې د لوړيدو له امله نيوكه وكړه.
د خلكو استازو د ستر پيغمبر د لمسي حضرت امام حسين د شهادت د كاليزې په اړه د ډاډګيرنې د مراتبو د وړاندې كولو ترڅنګ، د محرم د ورځو په مراسمو كې د ګډون او د دې ورځو د امنيت د ټينګښت برخه كې د امنيتي ځواكونو او حكومتي چارواكو د فعالې ونډې اخستو له امله له هغوى څخه مننه وكړه.
په غونډه كې د ولسي جرګې منشي انجنير سيد اكرام د ننګرهار د نوي والي پر مقررۍ خوښي وښوده، د تښتونكو د شتون، د ماشومانو په شهادت رسولو او د ننګرهار په لويه لاره د ناقانونه پيسو د اخيستو له امله يې نيوكه وكړه، ويې ويل، چې دغه كړنې په هيواد كې د بيو د لوړيدو لامل ګرځي. نوموړي هيله وښوده، چې د نوي والي په مقررۍ سره به حالات مثبت بدلون ومومي.
يو شمير وكيلانو د پيسو په وركولو سره د نومرو د نه ويش يادونه وكړه ويې ويل، چې يو شمير خلكو او معلولينو او معيوبينو د ځمكو پيسې او تعرفې بانك ته سپارلې، خو تر دې مهاله ځمكې نه دي وركړل شوې.
ځينو وكيلانو په ځينو ولايتونو كې د ۱۳۹۳كال د وري مياشتې په شپاړسمه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاكنو پر مهال د هوا سړوالي ته اشاره وكړه، وړانديز يې وكړ، چې دغه پروګرام دې د هماغه كال د غويي مياشتې تر لومړۍ پورې وځنډول شي، څو ټول خلك وكولاى شي، په دې مهم ملي بهير كې ګډون وكړي.
د خلكو يو شمير استازو د مشورتي لويې جرګې د جوړيدو په اړه خبرې وكړې، ټينګار يې وكړ، چې دغه لويه جرګه په تحميلي ډول جوړيږي ګډونوال يې بايد د امنيتي تړون په اړه د خپل نظر د څرګندولو پرمهال امنيتي اصول، ديني مقدسات، ملي ګټې، ځمكنۍ بشپړتيا او د افغانستان د خلكو د جهاد ارزښتونه په پام كې ونيسي.
دوى زياته كړه، په لويديځو هيوادونو او امريكا كې د اسلام ضد كړنې جرم نه بلل كيږي، خو د افغانستان په اسلامي هيواد كې هغه جرم وي، نو له داسې كړنو سره به څه ډول چلند كيږي. په افغانستان كې بهرنيو ځواكونو ته قضايي واك جفا ده او د افغانانو رسالت دادى، چې خپل هويت او خپلواكي دې وساتي.
په غونډه كې له اجنډا سره سم د جمهوري رياست د ملي امنيت شورا سلاكار ډاكټر رنګين دادفر سپنتا، د ملي دفاع وزارت لوى درستيز شيرمحمد كريمي ، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ارشاد احمدي، او د ماليې وزارت د ګمركونو مرستيال ګل مقصود ثابت د افغانستان د اسلامي جمهوريت او امريكا ترمنځ د امنيتي تړون په اړه د معلوماتو د وړاندې كولو په موخه ګډون وكړ.
د ولسي جرګې دويم نايب ډاكټر محمد صالح سلجوقي حكومتي مسوولينو د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان كې امريكايي ځواكونو ته د قضايي مصونيت، په هيواد كې د بهرنيو ځواكونو د تاسيساتو د اهميت، ددې تړون د عمومي ګټو او د امنيتي تړون نورو مهمو مسائلو ته اشاره وكړه، له هغوى نه يې وغوښتل، چې په دې اړه دې معلومات وړاندې كړي.
د جمهوري رياست د ملي امنيت سلاكار د امنيتي تړون د لاسليك كيدو، د هغو كاري ډلو د غړو، چې له دواړو لورو يې پر دغه تړون كار كړى، كاري وخت، په افغانستان او امريكا كې د دواړو دولتونو د پلاويو د غونډو د شمير او د تړون د بيلا بيلو اړخونو په اړه معلومات وړاندې او زياته يې كړه، چې له اساسي قانون سره سم ددغه تړون تاييد او رد د ملي شورا له ځانګړو واكونو څخه دى، كله چې دغه تړون نافذ شي د اعتبار موده يې لس كاله ده او د دواړو لورو په توافق دغه موده غځيدلى شي.
سپنتا د امنيتي تړون د لاسليك كيدو له امله د راولاړو شويو كورنيو او بهرنيو انديښنو په اړه وويل، چې له يوه ګاونډي هيواد څخه پرته نورو ټولو ګاونډيانو او د سيمه هيوادونو له دې تړون څخه خپل ملاتړ په ډاګه كړى او يوه هيواد ته هم هيڅ ګواښ متوجه نه دى.
هغه زياته كړه، چې دغه تړون ۲۶مادې او دوې ضميمې لري او دواړه لوري ۹۹.۹ فيصده هوكړې ته رسيدلي، كومه موضوع چې پاتې ده، هغه ديارلسمه ماده ده، چې د امريكايي عسكرو د قضايي مصونيت موضوع ده او ملي شورا كولاى شي په ټوله كې د امنيتي تړون په اړه تصميم ونيسي.
ښاغلي سپنتا له امنيتي تړون سره سم په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د دايمي اډو د جوړيدو په اړه وويل، چې هغوى يوازې په بګرام كې د يوې اډې غوښتونكي دي او په نهو نورو سيمو كې به د كورنيو ځواكونو د روزنې لپاره له كورنيو ځواكونو سره يوځاى شتون ولري.
ورپسې د ملي دفاع لوى درستيز د امنيتي ځواكونو د ښوونې او روزنې، د شيكاګو په امنيتي كنفرانس كې د ژمنه شويو مرستو په اړه په امنيتي تړون كې د پيش بينو شويو موضوعاتو  او په دې تړون كې د امنيتي ځواكونو د اړتياوو د لرې كولو په اړه معلومات وړاندې كړل.
د جمهوري رياست د ملي امنيت د سلاكار او د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز له لوري د معلوماتو تر وړاندې كولو وروسته، وكيلانو د قضايي مصونيت او په افغانستان كې د امريكايي عسكرو او امريكايانو د محاكمې، په نړيوالو محكمو كې د مجرمانو د محاكمې او له دې تړون سره سم د افغانستان له لوري د څارونكي د شتون د څرنګوالي، د تړون د ګټو او زيانونو، د شپنيو عملياتو د ترسره كيدو، د دايمي اډو د جوړيدو او په اقتصادي، امنيتي او سياسي حالاتو د هغه د اغيزو په اړه خپلې پوښتنې مطرح كړې.
وكيلانو دغه راز د هيواد د هوايي حريم د كنټرول، په افغانستان كې د تلپاتې سولې د ټينګښټ، په دې تړون كې د امريكا د ګټو، د تړون په لاسليك كيدو د بيړې د دلايلو او په هيواد كې د جګړې د دوام د مخنيوي په برخه كې د هغه د اغيز په اړه خپلې پوښتنې مطرح كړې.
يو شمير وكيلانو د نړۍ له سترو هيوادونو سره د ستراتيژيكو اړيكو د تلپاتې كيدو په برخه كې دغه تړون ګټور وباله، ويې ويل، چې دغه فرصت د افغانانو لپاره د افغانستان د خپلواكۍ ښكارندوى دى، خو ځينو نورو بيا د مسلې عقيدوي اړخ ته په اشارې سره له امريكا سره د امنيتي تړون لاسليك كيدل د افغانستان د خلكو د ګټو برخلاف وبلل.
د جمهوري رياست د ملي امنيت شورا سلاكار د ولسي جرګې د غړو پوښتنو او انديښنو ته د ځواب ويلو پر مهال وويل، چې امنيتي تړون د ستراتيژيك تړون يوه برخه ده، چې تير كال لاسليك شو او ددغه تړون لاسليك كيدل د هيواد په ګټه دي.
نوموړي زياته كړه، امريكا ويلي دي، چې د امريكا د ملي دفاع وزارت هر كاركوونكى، چې په هر هيواد كې جرم وكړي، د امريكا له قوانينو سره سم به سزا ويني او په نړيوالو محكمو كې به، ددې هيواد د نه غړيتوب له امله سزا نه وركول كيږي، خو د هغو هيوادونو د څارنكو په اړه، چې هلته جرم ترسره شوى وي، په محاكمو كې د حكمونو د نه عملي كيدو له امله مانع نشته.
نوموړي وويل، چې د ۲۰۱۴ كال د جنوري مياشتې له لومړۍ وروسته به د بهرنيو قواوو له لوري هيڅ راز شپني او يا د ورځې له لوري عمليات نه ترسره كيږي او ټول عمليات به افغانان په غاړه ولري.
د جمهوري رياست د ملي امنيت شورا سلاكار وويل، چې د هوايي، ځمكني او اوبو د حريم كنټرول به له ۲۰۱۴ كال وروسته په مطلق ډول د افغانانو په لاس كې وي او د بهرنيو هيوادونو الوتكې بايد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت څخه د الوتنې اجازه ترلاسه كوي.
نوموړي په دې تړون كې د امريكا د ګټو په اړه وويل، چې ددغه تړون په لاسليك كيدو د امريكا ګټه داده، چې د هيواد امنيت به يې خوندي شي او افغانستان هم د امنيت د ټينګښت، له ترهګرۍ د مبارزې، د امنيتي ځواكونو د روزنې او سمبالښت او د اقتصادي همكاريو د ترلاسه كولو په خاطر ددغه تړون لاسليك كيدو اړتيا لري.
سپنتا د امريكا له قانون سره سم د امريكايي عسكرو د محاكمې او د اسلامي قانون برخلاف د هغوى د محاكمې د نشتوالي په اړه وويل، چې دغه يو ديپلوماتيك بحث دى او د نړۍ يو شمير هيوادونه لكه عمان، بحرين، عربستان او تركيه او ځينې نور هيوادونه هم له امريكا سره تړونونه لري.
د ملي دفاع وزارت لوى درستيز هم له ۱۳۸۱كال راپه دې خوا د اردو د جوړيدو په اړه خبرې وكړې، ويې ويل، چې له پلان سره سم د ملي اردو تجهيزات به د ۲۰۱۴كال تر پايه د ناټو قواوو كچې ته ورسيږي. نوموړي دغه راز له ملي دفاع وزارت سره د ۱۲ چورلكو د مرستې خبر وركړ، ويې ويل، چې هوايي ځواك زياتې بودجې  او د (32N) الوتكو بيارغونه بهرنيو تړونونو ته اړتيا لري.

نوي موضوعات :