Your add here

نواز شريف د پاکستان د صدراعظم په توګه تر ټاکل کېدو وروسته نن افغانستان په لومړي رسمي سفر ځي.

نواز شريف د پاکستان د صدراعظم په توګه تر ټاکل کېدو وروسته نن افغانستان په لومړي رسمي سفر ځي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي تمه لري، افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم نواز شريف دغه يو ورځنى سفر به د سولې او پخلاينې په برخه کې ډېره مرسته وکړي.
د سولې عالي شورا وياند مولوي شهزاده شاهد له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې تمه وښوده، چې کابل ته د نواز شريف سفر به ګټور نتايج ولري:
”افغانان او د سولې عالي شورا دې سفر ته هيله من دي. د صدراعظم په توګه د نواز شريف له ټاکل کېدو سره د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ ملاقاتونه او سفرونه زيات شوي، په سيمه کې امن او سولې ته اړتيا ليدل کېږي. هيله من يو چې دغه سفر به د سولې او امن په اړه ښې پايلې ولري“
د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې کابل ته ځي چې د سولې عالي شورا يو هيئت تېره اوونۍ پاکستان ته لاړ او د سولې پر مسئله يې د صدراعظم نواز شريف په ګدون له نورو پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.
دغه هيئت غوښتل له ملا برادر او نورو طالب مشرانو سره وګوري او د سولې پر امکاناتو ورسره خبرې وکړي.
ولسمشر حامد کرزي په وروستيو کې له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په دې اړه به د پاکستان له صدراعظم سره اوږدې خبرې وکړي:
”موږ غوښتل ملا برادر ازاد وي، د پاکستان او امريکا له خوا د سولې په مسئله کې د همکارۍ زمينه ورته برابره شي. زموږ هيئت په دې خاطر هلته ورغى، دا چې هلته څه وشول، نه غواړو په دې اړه خبرې وکړو. افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم راتګ ته منتظر يو. مفصلې خبرې به ورسره وکړو، که ضرور وه، په علني ډول به هم په دې اړه وږغېږو“
ولسمشر حامد کرزي په خپله مرکه کې پاکستان او امريکا د افغانستان د سولې په وړاندې اصلي خنډونه وبلل.
تېره اوونۍ مشورتي لويې جرګې ته په خپله وينا کې هم ښاغلي کرزي ويلي وو، چې د افغانستان سوله د امريکا او پاکستان په لاس کې ده.
امريکا څو څو واره ويلي، په افغانستان کې د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوي، چې افغانان يې مشري وکړي.
افغان چارواکو په وار وار پاکستان ملامت کړى، چې د طالبانو ملاتړ کوي، خو اسلام اباد دغه تورونه رد کړي دي.
په همدې حال کې ټاکل شوې چې ولسمشر کرزى بله مياشت هند ته لاړ شي، چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعيت باندې له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

نوي موضوعات :